دپتر کبیر له خوبونو،تر ننني واقعیتونو

د ګرمو اوبو ته د لاسرسي مفکوره تل د روسیې له ستراتیژیکو موخو څخه ګڼل شوې، له لوی پیټر  نه نیولې تر شوروي اتحاد پورې. د عصري روسیې بنسټ ایښودونکی، لوی پټر، د خلاصو سمندرونو ارزښت ښه پېژانده. دا پالیسي په راتلونکو دورو کې هم دوام درلود، په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد پر مهال، کله چې کمونیستي ایډیالوژۍ له جغرافیایي پراخوالي سره یوځای پر مخ وړل کېده. په افغانستان کې د شوروي نظامي حضور هم د همدې اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه وه، ځکه چې د افغانستان کنټرول روسیې ته د پاکستان، ایران، او په نهایت کې د هند سمندر او فارس خلیج ګرمو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابروله.

افغانستان د سویل او په ځانګړې توګه د هند سمندر او فارس خلیج پر لور یو مهم دروازه بلل کېده، له همدې امله د شوروي اتحاد په جیوپولیتیک نقشه کې یو ستر ارزښت درلود. په ۱۹۷۹ کال کې د سور پوځ لخوا د افغانستان اشغال نه یوازې د دې زاړه خوب د تحقق هڅه وه، بلکې دا د ایډیالوژیکې او پوځي برلاسي په وړاندې د ملتونو د ارادې یوه ازموینه هم وه.

د افغانانو زړور مقاومت د روسیې دغه ستراتیژیک پلان شنډ کړ. د خلکو مبارزه، چې د کم امکاناتو سره خو د قوي ارادې او فولادي عزم له مخې یې د شوروي ځواک پر وړاندې ودرېدل، نه یوازې د شوروي اوږدمهاله خوب یې مات کړ، بلکې د کمونیستي نظام د نسکورېدو بنسټ یې هم کېښود.

د افغان جګړې انساني، اقتصادي او رواني لګښتونه دومره زیات وو چې شوروي اتحاد یې بالاخره په ۱۹۸۹ کال کې د شاتګ ته اړ کړ. خو دا شاتګ یوازې نظامي نه و؛ بلکې دا د ختیځ بلاک د سقوط پیل و. د برلین دیوال نسکورېدل او د شوروي تر واک لاندې جمهوریتونو خپلواکي، ټول د هغه اشغال له پایلو څخه وو چې سور پوځ د افغانستان د نیولو لپاره پیل کړی و.

د افغانانو رول د شوروي اتحاد په نسکورېدو کې نه یوازې د نړیوالو له نظره پاتې دی، بلکې د ډېرو لوېدیځو او حتی روسي منابعو لخوا هم د یادونې وړ نه دی ګڼل شوی. خو حقیقت دا دی چې د افغانستان مقاومت د شوروي اتحاد د ضعف یو اساسي عامل و.

د دې جګړې له امله ملیونونه افغانان بې‌ځایه شول او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډه شول. دغه هېوادونه، د افغانستان له جغرافیایي موقعیت او د جګړې له مستقیمو اغېزو خبر وو، نو له همدې امله یې د کډوالو منل یوازې د بشرپالنې له مخې نه وو، بلکې دا یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي اقدام هم و.

ایران ظاهراً د افغان کډوالو کوربه و، خو په حقیقت کې یې د دوی له شتون څخه پراخ اقتصادي استفاده وکړه. هر کال سلګونه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو لخوا د افغان کډوالو د مرستې لپاره ایران ته ورکول کېدل، خو دا پیسې ډېرې یې د کډوالو د ژوند ښه‌والي پر ځای په داخلي پروژو ولګول شوې. افغانان مجبور وو چې له سختو کارونو، خولو او زحمت څخه ژوند برابر کړي. سربېره پر دې، افغان کډوال په ایران کې له تعلیمي، روغتیايي، او ټولنیزو تبعیضونو سره مخ وو. ماشومان چې اسناد نه لري، ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او د رسنیو له لارې د دوی پر ضد منفي تبلیغات هم کېدل.

پاکستان، که څه هم له زیربنایي ستونزو سره مخ و، د افغان کډوالو په راتګ سره یې اقتصادي او ټولنیز جوړښت بدلون وموند. کډوالو په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پیښور او کوټه ښارونو کې د کار بازار ته وده ورکړه. د کډوالو له راتګ مخکې، پولیس او مامورین اکثره نیکر اغوستل، خو وروسته د بهرنیو مرستو له امله ټولنیز وضعیت هم ښه شو.

د پاکستان مشرتابه – په ځانګړي ډول ضیاء الحق – د افغانانو سره د ورورولۍ چلند وکړ. هغه ویلي وو: “دا جګړه یوازې د افغانستان نه، بلکې د اسلام او پاکستان دفاع ده.” افغانان کډوال مه ګڼئ، پاکستان د دوی دویم کور دی.

کله چې سړه جګړه ختمه شوه، شوروي اتحاد ړنګ شو، او سیمه‌یز ګواښونه کم شول، د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیانو چلند هم بدل شو. اوس چې نه له روسیې ګواښ و، نه د عراق جګړه او نه هم داعش، نو ګاونډیان د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې دروازې وتړلې یا محدودې کړې.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *