د هېواد انقلابي شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله وفات شو.

د پښتو ژبې یو مشهور او انقلابي  شاعر او د رسا غږ لرونکی مطیع الله تراب د زړه درېدو له امله د دوشنبې پر ورځ ساه ورکړه. ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

افغان سياستوال او د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، “د ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب په مړينه د هېواد د ادب يو ځلاند ستوری راولوېد. دا ځای به تر ابده تش وي.”

پښتون سندرغاړي کرن خان هم د نوموړي مينه والو او کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کړې او وايي، “انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ويلو يې خپل انداز و.”

مطيع الله تراب د افغانستان په نارنج ګل مشاعره کې د انتقادي شعرونو له امله مشهور شو او پر خواله رسنیو او د افغانستان په کورنیو تلویزونونو کې به یې پراخ ډول شعرونه خپرېدل. هغه ډېر کله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکې هم کولې.

مطیع الله تراب د نظم ویلو ځانګړی سبک هم درلود.

په تېره مارچ میاشت کې جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال، تراب پر دریځ داسې شعرونه واورول چې جنجالونه یې وپارول. هغه د نجونو د ښونځیو پرانیسیتو غوښتنه کوله او د طالبانو له مشرانو مولوي هبت الله اخندزاده یې غوښتي و چې که غواړي ښه واکمني وچلوي د اوسني مېشت ځای “کندهار” پر ځای دې “کابل ته لاړ شی”.

د هغه له دې شعر وروسته، ننګرهار کې د اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کولتور ولایتي مشر ساجد خوګیاڼی له دندې ګوښه شو. بي بي سي ته ویل شوي د هغه د ګوښه کېدو امر د طالبانو مشرتابه کړی و.

ښاغلي تراب په دې تړاو هغه مهال بي بي سي ته ویلي،”دغه مې وجیبه ده مخکې مې هم کړې ده اوس یې هم کوم او له دې وروسته که پاتې وم هم یې وایم. که حالات لږ ترخه و هم نقد کوم او که حالات لږ نرم و، بیا هم نقد کوم.

له دې وروسته داسې رپوټونه وو چې اسلامي امارت  پر مشاعرو بندیز لکولی خو وروسته په کندهار کې د انار ګل مشاعرې پر مهال د اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وویل، د مشاعرو د ښه تنظیم لپاره ځانګړې کړنلار جوړه شوې.

که څه هم د افغانستان په ډېرو مشاعرو کې مطیع الله تراب بلل کېده خو د کندهار انار ګل سږنۍ مشاعره کې ونه لیدل شو.

مطیع الله تراب د یو شمېر لیکوالو له لوري له دې امله وستایل شو چې د ټولنیزو ناخوالو انځورولو په برخه کې چوپ پاتې نه شو.

دیادونې وړده چې مطیع الله تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د هغه ژوند ډېره برخه په سویلي ولایت خوست کې له خپله کورنۍ سره تېره شوه. هغه په خوست کې د موټر رغولو کار ځای درلوده او له دغه اړخه یې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وټه کوله.

مطیع الله تراب له تېرو څو کلونو راهیسې د پښتون ملت پالنې، او افغان ملي فکر شاعري کوله.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ په لویو دولتي مشاعرو کې هم د نقاد شاعر په توګه غږېده او له ۲۰۲۱ کال وروسته د اسلامي امارت  په واکمنۍ کې هم په مهمو مناسبتي ناستو کې لیدل کېده.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *