راپور

ایران حکومت دافغاني کار ګرانو داستخدام جرمانه لوړه کړه

له رسمي اسنادوپرته بهرني اتباع په ایران کې نشی استخدامیدای

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو اتباعو د کارموندنې عمومی ادارې له اسنادو پرته د بهرنیو کارګرانو په تیره بیا د افغانانو د استخدامولو جریمه لوړه کړې ده .

د تسنیم په وینا، د دغو کارګرانو د استخدام جریمه هره ورځ ۱.۲ میلیونه تومان ده.

دغې رسنۍ د سه شنبې په ورځ (پنجشنبه د چنګاښ ۱۸مه) خبر ورکړ چې د ایران د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرانو لپاره د کار له اجازې پرته د بهرنیانو د ګمارلو لپاره جریمه ټاکلې ده.

د دې راپور پر بنسټ، د بهرنیو اتباعو د استخدام عمومي ریاست خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې به د جریمې اندازه دوه برابره شي.

، “په ایران کې د بهرنیانو په تېره بیا د افغان اتباعو اسانه حضور او کار هغه ستونزه ده چې له څو لسیزو راهیسې د هېواد د کار په بازار کې په یوه نه جبرانېدونکې واقعیت او جدي ستونزه بدله شوې ده.”

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د بهرنیو اتباعو د استخدام جریمه د ورځې ۸۸۴۷۱۴ تومان وه.

داسلامی جمهوریت مقاماتو په ځلونو په دغه هیواد کښې کارګرانو ته په بیلا بیلو سکتورونو کښې د افغانانو د کار کولو په هکله خبرداری ورکړی دی .

دغه هېواد په ټول ایران کې د کاري اسنادو، موقتي کاري کارتونو او یا د کار له جواز پرته کارګرانو ته د کار پر اجازه بندیز لګولی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې تېر کال څه باندې دوه زره بهرني کارګران په البرز ولایت کې او نږدې ۲۰۰ کارګران په کرمانشاه ولایت کې وپېژندل شول.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button