
چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو هرکلی وکړ
چین د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو هرکلی کوي، او ژمنه یې وکړه چې «د افغان ولس پر وړاندې به د دوستۍ پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیب کړي.» د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، وویل: «لکه څنګه چې چین د افغانستان دودیز دوست ګاونډی دی، تل یې باور درلود چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا نه شي.» طالبان چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسیدلي، تراوسه هیڅ هیواد په رسمی نه وو، پېژندلي. هغوی له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې او پانګونې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
چین که څه هم اسلامي امارت یې نه دی پېژندلی، خو په پیکینګ کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.
چین ویلي، طالبان باید د بشپړې ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحات وکړي، امنیت ښه کړي، او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې اصلاح کړي.
خو ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل: «په افغانستان کې که هر ډول کورني او بهرني بدلونونه راغلي، د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هیڅکله هم نه دي پرې شوې.» هغې زیاته کړه: «د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو ادارو په یو بل کې خپل عادي فعالیتونه روان ساتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې مثبت رول لوبولی دی.»