
ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني
قطر کې د امارت سفیر سهیل شاهین وایي، ښایي راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ځینې نور هېوادونه هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې: “ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.”
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل، چې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژنده.
روسیې هممهاله د امارت په رسمیت پېژندنه تایید کړه.
روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ، چې افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمیت وپېژنده او د افغانستان له لوري ور معرفي شوی سپين بيرغ يې هم منلی دی.
روسیه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
تازه د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې لیکلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.
بیان کې راغلي چې له طالبانو سره به د سیمه ییز امنیت په پیاوړتیا، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، مرستو، زېربنايي پروژو، د انرژۍ تولید، اقتصادي او دغه راز سوداګریزې ودې برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.