ټرمپ: اسراییل د ۶۰ ورځني اوربند لپاره شرایطو سره موافقه کړې، او زه هیله لرم چې حماس هم دا کار وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په لومړۍ نیټه د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسراییل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له شرایطو سره موافقه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې ټولې خواوې به په دې موده کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.
ټرمپ دا هم وویل چې د تل ابیب موافقه د هغه ټیم لخوا د “اسرائیلیانو سره د اوږدې او ګټورې غونډې” وروسته راغله. هغه هیله څرګنده کړه چې “حماس به دا وړاندیز ومني دټرمپ په وینا دا چاره د ټول منني ختیځ په ګټه ده که نه نو، هغه باور لري، په سیمه کې وضعیت “نه یوازې ښه نه شي، بلکې خراب به شي.”
هغه دا هم یادونه وکړه چې “قطريان او مصريان، چې د سولې راوستلو لپاره يې ډېر څه کړي دي، به هغه کسان وي چې دا وروستۍ وړاندیز وکړي.”
ټرمپ دغه راز وویل چې هغه هیله لري چې “تر راتلونکې اونۍ پورې په غزه کې اوربند وشي”، او ټینګار یې وکړ چې هغه به د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په دې اړه “په کلکه” خبرې وکړي.
ټرمپ وویل چې د نتنیاهو سره د هغه خبرې اترې، چې راتلونکې دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې ټاکل شوې، “به د غزې او ایران فایلونه شامل وي.”
جواب دهید