نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزرات په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د احتیاط خبرداری خپور کړ

پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباعو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکړل شوی دی.

په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:

”په بهر کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پر ضد د احتجاجونو احتمال شته. د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته خبرداری ورکوي، چې احتیاطي تدبیرونه زیات کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د امریکا ضد مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشرۍ مقام پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې پزشکیان وايي، ”پر ایران پوځي یرغل شوی او په کلکه مو له ځانه دفاع وکړه.”

”موږ تل ویلي، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې خبرو او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د دلیل منلو پر ځای بل لوري د ایران ملت تسلمېدو غوښتنه وکړه.”

پزشکیان زیاته کړه: ”زموږ ملت به هیڅکله ظلم او ځورونې ته تسلیم نه شي او طبیعي ده چې یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.”

له فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکرون سره له ټیلیفوني خبرو وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ”امریکا به د خپل یرغل ځواب وویني.”

له بلې خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا برید په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه چې د یکشنبې پر مازدیګر د ایران په غوښتنه رابلل شوې وه، ویناوالو پکې توندې، تېزې څرګندونې وکړې، خو کومه پرېکړه پکې و نه شوه او نه هم پکې کوم پرېکړه لیک تصویب شو.

غونډه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په خبرو پیل شوه، چې په وینا یې ملګري ملتونه چمتو دي، چې د یوه سوله ییز حل لپاره هر ډول هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بمباري په داسې یوه سیمه کې خطرناک بدلون دی، چې له مخکې له کړکېچ سره مخامخ ده.

ګوتېرش وویل، د منځني ختیځ خلک د ویجاړۍ یو بل پړاو نه شي زغملای.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافائل ګروسي د دې غونډې یو بل وینا وال و، چې په خبره یې پر اتومي تاسیساتو باید پوځي بریدونه وشي او د (امریکا) تېرې شپې بریدونه ښايي تاوتریخوالی ډېر کړي.

ګروسي زیاته کړه، اداره یې د اوس لپاره فرودو کارځای کې تر ځمکه لاندې د اوښتي زیان کچې ارزونه نه شي کولای.

د روسیې استازي چې د امنیت شورا له پنځو اصلي غړو یو او د وېټو حق لرونکی هېواد دی، وویل، پر ایران د امریکا بریدونه د ایران له هر ډول تحریک پرته ترسره شوي او یو ځل بیا ثابته شوه، چې امریکا نړیواله ټولنه په پام کې نه نیسي.

د روسیې سفیر وویل، امریکا ځان (عمومي قاضي) بولي چې باید هماغسې عدالت وکړي، چې دوی یې غواړي او د (خپل) نړیوال تسلط دوام لپاره چمتو ده، چې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. د روسیې استازي وویل:

”پرېږدئ، در یاده شي، چې هېچا امریکا ته اجازه نه ده ورکړې، چې دا ډول چلن وکړي.”

د امریکا استازې په نن‍ن‍ۍ غونډه کې هم وویل، ”د ایران رژیم باید اتومي وسله و نه لري” او په وینا یې پر فردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو د امریکايي بریدونو هدف د تهران له ۴۰ کلونو زیاتو هڅو او په ځانګړې توګه د یورانیمو بډای کولو وړتیا له منځه وړل و.

د امریکا استازې په ​​وینا، دا اقدام د نړیوالې ناامنۍ د سرچینې له منځه وړلو او “زموږ له متحد اسرائیل سره د مرستې لپاره او د ځان د دفاع لپاره د هغوی له حق سره سم او د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې په هدف ترسره شوی دی. ”

همدارنګه د امریکا متحدو التونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ایران پر اتومي کارځایونو د برید امر وکړ او دا بریدونه یې بریالي وبلل او د ایران له لاسونو یې د اتومي بم اخیستلو خبره وکړه، په یوه نوي پیغام کې ویلي:

”پوهېږم، چې له سیاسي پلوه باید د رژیم بدلون خبره و نه شي، خو که د ایران اوسنی رژیم نه شي کولای د ایران پخوانی عظمت بېرته راولي، ولې باید هلته رژیم بدل نه شي؟ میګا”

ټرمپ د خپل پیغام په پای کې د څلورو تورو مخفف میګا یا (MIGA) لیکلی، چې ”د امریکا پخواني برم بیا راوستلو” په معانا کارول کېږي، خو په دې پيغام کې یې د امریکا لپاره د سر توری (اې) د ایران لپاره د کارول کېدونکي توري (ای) سره بدل کړی دی، چې معنی یې ”د ایران پخواني برم بیا راوستل دي.”

د ولسمشر ټرمپ دغه پیغام د یکشنبې پر مازدیګر داسې مهال د نوموړي پر خواله رسنۍ ټروت سوشل خپور شو، چې له دې څو ساعته مخکې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا پوځي عملیات ”د ایران پر ضد نه، بلکې د ایران اتومي پروګرام پر ضد شوي” او پنټاګان او سپینه ماڼۍ په ایران کې د رژیم بدلون هڅه نه کوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button