
د عربي رسنیو په وینا، د تل ابیب په ګډون په ټوله اسراییل کې د خطر زنګونه غږیدلي ، او د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي دي.
د خبري اژانس په وینا، د اسراییلو په حیفا ښار کې د څو ایراني توغندیو د غورځیدو راپورونه شتون لري، او په تل ابیب کې هم څو چاودنې اوریدل شوي دي.
د اسراییلو رسنیو په وینا، د ایران وروستي توغندیو بریدونو د اسراییلو په بیلابیلو برخو کې زیانونه اړولي دي.
د ایراني رسنیو په وینا، د ایران سپاه پسدارانو د یکشنبې په سهار په اسراییلو د توغندیو او ډرون بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړه.
د سپاه پاسدارانو د ویاند په وینا، په حیفا او تل ابیب کې ۱۴ ستراتیژیک اسراییلي اهداف په نښه شوي دي.
د ویاند په وینا، دا بریدونه تر ټولو بریالي بریدونه دي.
دسپاه ویاند وویل چې دا برید په حیفا کې د اوږد واټن ویشتونکي قادر-ایف توغندیو سره ترسره شو، چې د اسراییلو د پوځي سافټویر شرکتونو دفترونه، د بریښنا فابریکه، د تیلو تصفیه خانه، هوایی اډه، د اسراییلو د سایبر قوماندې مرکزي دفتر، او د رافیل پرمختللي دفاعي سیسټمونو مرکزي دفتر په نښه کړل.
د عربي رسنیو په وینا، بریدونو په مستقیم ډول د اسراییلو په څو سیمو کې ودانۍ په نښه کړې، په شمول د تل ابیب او حیفا. ایران په وروستي توغندیز برید کې پر اسراییلو له ۲۰ څخه تر ۴۰ بالستیک توغندیو برید وکړ. د اسراییلو په ۴۰۰ څخه زیاتو ښارونو، ښارګوټو او سیمو کې د جګړې سایرنونه غږول شوي.
د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په سهار، متحده ایالاتو د ایران د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه په نښه کړل، چې په اړه یې ټرمپ د ټولنیزو رسنیو سایټ Truth Social کې یو بیان خپور کړ.
سربیره پردې، ایراني چارواکي وايي چې د امریکا له برید څخه مخکې اټومي تاسیسات خالي شوي وو.
د اسراییلي رسنیو په وینا، د ایران توغندیزو بریدونو په اسراییل کې په لسو ځایونو کې زیانونه اړولي دي.