خبر

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې سفیر ټاکي

پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، شارژدافیر ته د سفیر په څېر ځانګړې حقوق او خوندیتوب ورکړل شوی دی، او عموماً په دې حقونو کې د شارژدافېر ټیم هم شاملېږی. خو د شارژدافیر مقام د سفیر په پرتله ټیټ وي او د رسمي ډیپلوماتیکو مراسمو په مهال د سفیر په څېر درناوی نه لري.

پاکستان د اسلامي امارت  د واک ته رسیدو په لومړیو کې افغانستان ته سفیر واستاوه او ورپسې یې څو سفیران بدل رابدل کړل خو کله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ټي ټي پي پر سر اړیکې خرابې شوې، کابل ته خپل سفیر شارژدافېر ونوماوه څو اسلامي امارت ته ته خپل خپګان وښيي.

د جمعې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ مه، ما د پاکستان له پلاوي سره کابل ته یو ډېر ګټور سفر وکړ، چې له امله یې د پاکستان او افغانستان اړیکې مثبت لوري ته روانې شوې.»

هغه زیاته کړه، د دې «مثبت پرمختګ» د دوام لپاره یې د پاکستان د حکومت له خوا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته د لوړولو پرېکړه کړې ده.

هغه په خپل پوسټ کې همداراز لیکلي: «زه ډاډه یم چې دا ګام به د ښو اړیکو د لا پیاوړتیا، د اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ په برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکاریو د ژورتیا او د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو په برخه کې مرسته وکړي.»

که څه هم ډار په افغانستان کې د سفیر کچې ته د خپل دیپلوماتیک حضور پرېکړه کابل ته له خپل سفر سره تړلې، خو دا موضوع په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان په غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کې یاده شوه او د چین په منځګړتوب پرې فیصله وشوه.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button