
اسلامي امارت وایي ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه خپل شرعي مسوولیت ګڼي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د تهران فورم په نامه نړیواله غونډه کې غږېده وویل، په تېرو نژدې څلورو کلونو کې چې دوی واک ته رسېدلي د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په اړه د شوي تړون له مخې د امکان تر حده ایران ته اوبه ورکړل شوې او په راتلونکې کې به هم ورکړل شي.
متقي چې د ۵۳ هېوادونو د استازو په شتون کې غږېده وویل، د ایران خلک باید پوه شي چې ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه دوی خپل اسلامي او شرعي مسوولیت ګڼي.
نوموړي زیاته کړه چې “تر نن ورځې پورې خو اوبه روانې دي او د ایران لوري ته ځي. له دې وروسته هم زموږ هڅه دا ده چې اوبه ضایع نه شي او په ښه ډول ایران ته ورسېږي. کله چې یو مسلمان له تندې ځورېږي، دا زموږ اسلامي او شرعي مسوولیت دی چې که وکولای شو مرسته ورسره وکړو. دا کار هم ثواب او هم یو ښه سیاست ګڼو.”
نوموړي دا هم وویل، چې ایران ته د اوبو د ورکړې په برخه کې کوم بد نیت نه لري او هغسې چې دوی د هلمند، نیمرزو او فراه ولایتونو له خلکو سره مینه او خواخوږي لري هماغسې یې له ایراني ولس سره هم لري.کس سرچینه،GETTY IMAGES
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې حکومت یې د اوبو په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ شوي تړون ته ژمن دی او په تېرو نژدې څلورو کلونو کې هم د همدې تړون له مخې عمل شوی دی.
متقي د طالبانو د حکومت د رییس ولوزرا ملا محمد حسن اخوند هغه خبره هم تکرار کړه چې شاخوا څلور میاشتې مخکې یې کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته کړې وه او ویلې یې وو چې که د اوبو تړون هم نه وي دا خپل مسوولیت ګڼي چې د سیستان او بلوچستان بې وزلو خلکو ته اوبه ورسوي.
د یادونې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال هلمند اوبو د تړون له مخې، په عادي حالت کې هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه د ایران حق دی خو د افغانستان پخوانیو حکومتونو او اوسني واکمنانو ویلي چې په دغه هېواد کې پرلپسې جګړو او د سرحدي اوبو برخه کې د منظم مدیریت د نشتوالي له امله ایران ډېر کله د ۱۳۵۱ کال تړون کې د اوبو له ټاکلې اندازې ډېرې اوبه ترلاسه کړې دي.
د شوي تړون له مخې په یوه ثانیه کې باید ۲۲ متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړل شي خو د افغان کارپوهانو له خولې رپوټونه وايي چې ایران په تېرو ډېرو کلونو کې په هره ثانیه کې شاوخوا ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي او کله کله له دې کچې هم ناخوښي څرګندوي.