
امریکا د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت پای ته رسوي
د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) د پای ته رسیدو اعلان وکړ؛ دا پرېکړه د زرګونو افغانانو راتلونکی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وویل چې: «په افغانستان کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت قانوني معیارونه نه پوره کوي.» د لنډمهاله خوندیتوب حالت هغو هیوادونو د وګړو د اخراج د مخنیوی او په امریکا کې د کار کولو اجازه ورکوي چې له جګړو یا بحرانونو سره مخامخ وي.
د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) په خپله د دايمي اقامت لاره نه ده، خو کیدای شي له بل قانوني وضعیت سره هممهاله وساتل شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، د افغانانو لپاره TPS چې په ۲۰۲۲ کال کې ورکړل شوی و، د مې په ۲۰مه پای ته رسېږي او د جولای له ۱۲ څخه به په رسمي ډول لغوه شي.
د دغه وزارت مشري کریسټي نوم پر غاړه لري، هغې وویل: «اوسنۍ اداره TPS بېرته خپل اصلي، لنډمهاله هدف ته راګرځوي.»
نوموړې زیاته کړه: «په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، او اقتصادي ثبات نور دا نه مني چې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شي.»
د TPS د لغوه کولو پلانونه تېره میاشت اعلان شوي وو، خو دې پرېکړې د دوشنبې په ورځ رسمي بڼه غوره کړه. د ملي مهاجرت فورم د معلوماتو له مخې، دا مهال تر ۸۲۰۰ څخه زیات افغانان TPS لري.
په افغانستان کې د امریکا له ۲۰ کلن حضور وروسته، دا هېواد د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووت. له وتلو وروسته رامنځته شوې خلا ژر د اسلامي امارت له خوا ډکه شوه، چې کابل یې ونیو او د امریکا پلوي حکومت یې وپرزاوه.