سیمه

هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي.

د هند چارواکو ویلي چې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه یې د “سندور” عملیاتو په نوم هوایي بریدونه ترسره کړي او پکې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه شوي دي.

هندي چارواکي ادعا کوي چې بریدونه یوازې پر هغو اهدافو شوي چې د ترهګرۍ له فعالیتونو سره تړاو لري، او وایي چې د پاکستان هیڅ ډول پوځي تاسیسات ندي په نښه شوي.

بلخوا د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي سیمې هدف ګرځولې دي چې دوی به بې ځوابه پاته نشي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بریدونو کې تر دې دمه ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هند پوځ پر پاکستان تازه برید ته د “سندور” عملیاتو نوم ورکړی.

سندور هغه سور رنګ دی چې هندوان پخپلو ودونو کې د ناوې ټنډه پرې سره کوي او په نورو مذهبي مراسمو کې یې هم کاروي.

له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، تر اوسه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ټولټال ۲۴ بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د پاکستاني پوځ په وینا تردې دمه هند د پاکستان د کوټلي، مظفرآباد او بهاولپور ښارونو پر بېلابېلو برخو د هوا له لارې توغندیز بریدونه کړي دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا وکړه چې د هند د توغنديزو بریدونو په غچ کې، پاکستان د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا وکړه چې د پاکستان هوايي ځواک پنځه هندي الوتکې ویشتلي او څو بې پیلوټه الوتکې یې ویجاړې کړې دي. خو د هند هوايي ځواک تر اوسه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button