خبرنړۍ

ټرمپ په ۱۰۰ ورځو کې د بې ساري فعالیت ادعا کوي، خو حقایق برعکس دي

 

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړیو ۱۰۰ ورځو فعالیت استثنایی وباله، خو حقایق برعکس شول.

د یوې امریکایي ورځپاڼې د راپور له مخې، د ونډو بازارونه د ټرمپ ادارې له ۱۹۷۴ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شول.

په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ ادارې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د تعرفو ټکانونو نړیوال مالي سیسټم ولړزاوه، چې د S&P شاخص کې ۷٪ کمښت له ۱۹۷۴ راهیسې تر ټولو لویه ّایله یي ده.

د عامه شرکتونو ارزښت له ۶.۵ ټریلیون ډالرو څخه زیات له منځه لاړ.

د راپور له مخې، د ونډو بازارونه اوس ښه شوي، خو د تعرفو د شاک څپې لا هم شته.

یاده دی وِِی چې پرون په میشیګان کې ډونالډ ټرمپ د حکومت د ۱۰۰ ورځو د بشپړیدو د لمانځلو پر مهال په یوه غونډه کې وویل چې موږ اوس پیل کړی دی، زه خوشحاله یم چې د هیواد په تاریخ کې د تر ټولو بریالي ۱۰۰ ورځو د بشپړیدو لمانځنه کوم.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هرڅوک وايي چې د حکومت لومړۍ ۱۰۰ ورځې خورا بریالۍ وې، موږ له خپل حکومت څخه لیونتوب  لرې کوو، موږ امریکا بیا لویه کوو او دا په چټکۍ سره پیښیږي.

د ولسمشر په توګه د ټرمپ دوهمه دوره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو جنجالي او لرې واټن دوره بلل کیږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button