
د بندرعباس په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسیدلی
د ايران په بندر عباس کې له مرګونې چاودنې دری ورځې وروسته، د مړو شمېر لا هم مخ په زياتېدو دی. چارواکي د لسګونو ناپېژندل شویو جسدونو یادونه کوي. د دوشنبې په ورځ، په بندر عباس کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۰ ته لوړ شو. د هرمزګان د والي په وینا، ۲۲ کسان لا هم نادرکه دي. بل پلو روغتیايي چارواکي د ۲۲ جسدونو د پېژندلو هڅه کوي.
په همدې مهال، د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اور وژنې عملیات پایته رسېدلي، خو د هرمزګان والي وايي د قربانیانو لپاره د مرستې او ژغورنې عملیات لاهم روان دي او په وينا يې د سيمې پاکولو او کانټېنرونو لېږدول ښايي تر “دوو اوونيو” وخت ونيسي.
د ایران حکومت د ‘شهید رجايي’ په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته دوشنبه (اپرېل ۲۸/غويي ۸) په ټول هېواد کې “عمومي ماتم” یا ویر اعلان کړی دی.
د چارواکو به وینا په دې چاودنه کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي هم دي.
د چاودنې له کبله د رامنځته شوې ککړتیا او لوګیو له امله په بندر عباس او ‘قشم’ سیمه کې ټول ښوونیز او دولتي مرکزونه رخصت کړای شوي دي.
په همدې حال کې د ایران رسنیو خبر ورکړی چې روسیې درې الوتکې د اور قابو کولو لپاره ورلېږلې دي.
د يکشنبې په ورځ د تسلیت پیغام تر څنګ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له ایران سره د اور په مړ کولو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.
په ایران کې د مسکو سفیر کاظم جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، له روسیې تر مرستې غوښتلو وروسته دغه هېواد په داسې حال کې چې “رخصتي هم وه، په نیمه شپه یې په چټکۍ سره د اور وژنې درې الوتکې د شهید رجايي بندر د اور قابو کولو لپاره راولېږلې.”
د ایران په هرمزګان کې د کړکېچ د کنټرول مدیر مهرداد حسن زاده ویلي چې اوسمهال “تر ۸۰ سلنه اور قابو شوی دی. د شهید رجايي بندر د اور وژنې ځمکنۍ او هوايي ډلې پر اور مړ کولو لګیا دي.”
چاودنه د شنبې (اپرېل ۲۶/ غويي ۶) پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.
د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.
چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۵۰ کیلومتره لېرې یې اغېز محسوس شوی. د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شپږ کسان لا هم تري تم دي.
د ایران مدني دفاع ادارې مسوولین وايي، د اور وژنې ”اتیا سلنه عملیات” ترسره شوي دي.
د چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:” له لومړنیو ساعتونو راهیسې ۷۵۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.”
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۹۰ کسان تر اوسه په روغتونونو کې بستري دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
احتمال شته چې د مړو شمېر لوړ شي. روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.
ایراني چارواکو تر اوسه په بندر کې د چاودنې لامل نه دی په ګوته کړی.
ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.
رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. ” چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی.”
ځېنو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنې په کانتینرونو کې د کیماوي توکو له امله ډېرې زورورې وې.
عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي ” لومړۍ په لږه اندازه اور ولګېد خو په سیمه کې د ۴۰ سانټي ګراډه تودې هوا له کبله په چټکۍ دغه اور پراخه شو او د چاودنو لامل شو.”