
ددونالد ترامپ په ګډون مهم مشران دپاپ دجنازې په مراسمو کې حضور لري
د پاپ فرانسیس د جنازې مراسم، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو، پیل شوي دي. د نړۍ له پنځوسو څخه زیات مشران او په سلګونو زره ماتم کوونکي په واتیکان او شاوخوا سړکونو کې راټول شوي دي ترڅو په مراسمو کې برخه واخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په روم کې دی. دا د ولسمشر په توګه د هغه په دوهمه دوره کې لومړی بهرنی سفر دی.
د ډېرو هېوادونو مشرانو او د شاهي کورنیو غړو د نن ورځې په مراسمو کې د ګډون تایید کړی دی؛ په شمول د برتانیا ولیعهد شهزاده ویلیم، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون، د هسپانیې پاچا فیلیپ شپږم او ملکه لیټیزیا، او د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا.
دغه راز دنن په مراسمو کې لاندې شخصیتونه حضور لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن او پخوانۍ لومړۍ میرمن جیل بایډن
کیر سټارمر، د برتانیا لومړی وزیر
اروسولا فون دیرلین، د اروپایی کمیسیون مشره
فرډینند مارکوس جونیئر، د فیلیپین ولسمشر
د ارجنټاین ولسمشر، خاویر میلي