
په پاشلو مخالفانو کې یو بل درز څرګند شو
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ظاهراً په دې اعتراض کې چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې عمر داوودزی د مشر په توګه ټاکلی، له دې مجمعې څخه د وتلو اعلان وکړ.
په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د مخالفانو کمزورتیا ورځ تر بلې ثابتېږي، دواړو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د «جوړښت، تګلارو، او د مدیریت او کار کولو طریقو» پر سر د اختلاف له امله د افغانستان د ژغورنې له ملي مجمعې څخه وتلي دي.
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د سېشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې له لوري د جوړښت، تګلارې او مدیریت اړوند ملاحظاتو ته نه پاملرنه، «نه یوازې د ولس په ګټه نه ده، بلکې د طالبانو پر ضد مطرح خوځښتونو او سازمانونو ته هم زیان رسوي.»
په ورته مهال، د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم د ملي مقاومت جبهې له خوا له مجمعې سره د همکارۍ پرې کولو پرېکړه تایید کړې او څرګنده کړې یې ده چې «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې له لارې مطرح شوي، له سیاسي، تخنیکي او د خلکو د اوسني وضعیت له مخې د ساتنې وړ نه دي، او موږ نه یوازې د دې بنسټ په تصمیم نیولو او ټاکنو کې ګډون نه درلود، بلکې اوس یې هم نه لرو،»
د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په یو بیان کې خپل غړیتوب د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع کې «افواهات» بللي او په کلکه یې رد کړی دی.
تېر کال د قوس په میاشت کې، د اسلامي امارت د مخالفو مشرانو د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ. عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمتالله نبیل، محمد محقق، عبدرب الرسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاحالدین رباني او عطا محمد نور د دې ائتلاف پّ جوړښټ کې شامل وبلل شول.
یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق هم د دې مجمعې له غړو څخه شمېرل کېږي.
د څو سرچینو په وینا، د صلاحج الدین رباني جمعیت او د احمد مسعود مقاومت ډله په دې غوسه دي چې ولې عمر داوودزی د مجمعې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
داوودزی، په خټه پښتون دی او دحامدکرزي او اشرف غني په حکومتونو کې یې د کورنیو چارو وزارت په شمول لوړې څوکۍ لرلې.