
پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ
د واتیکان د خبر له مخې پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. واتیکان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغه چې پاپ بینیډیکټ شپاړسم له خپلې دندې استعفا ورکړه، کاردينال جورج ماریو برګولیو د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره وټاکل شو.
د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته، کارډېنل کېون فارېل د رومن کاتولیکې کلیسا مشر شو او تر هغه چې نوی پاپ ټاکل کېږي نوموړی به دا دنده پر غاړه لري.
کارډېنل فارېل د دوشنبې سهار د پاپ د مړینې اعلان وکړ. نوموړی هغه کس دی چې د پاپ د مړینې یا استعفا څخه د بل پاپ تر ټاکنې پورې واتیکان اداره کوي.
فارېل د ايرلنډ په ډوبلېن کې زیږېدلی. د اسپانیا په سالامانکا پوهنتون او د روم په پونټیفیکل جورجين پوهنتون کې یې زدکړې کړې دي.
نوموړی تر ۲۰۰۷ کال پورې د ډالاس بېشپ و. وروسته پاپ فرانسیس ترې وغوښتل چې واتیکان کې دنده ترسره کړي او بیایې د کارډېنل رتبې ته لوړ کړي.
د بريتانیا له وېسټ منېسټر نیولې تر وارسا، مکسیکو ښار، کیېف او نورو ښارونو کې، زرګونه خلک د پاپ فرانسيس د درناوي لپاره راټول شوي دي.
دیادونې وړده هغه مهال چې یو پاپ ومري یا هم استعفا وکړي، کاتولیکه کلیسا یوه ځانګړي حالت ته ځي چې ” رسولي تشه” ورته ویل کېږي.
دغه مهال د پاپ څوکۍ داسې بلل کېږي چې څوک نه لري نو ځکه خو د نوي پاپ تر ټاکل کېدو ځیني واکونه او اجرایوي چارې ځنډول کېږي.
هم مهاله په واتیکان کې د لوړې پوړۍ ځینې دندې هم ځنډول کېږي او په نړیواله کچه د کاتولیکې کلیسا لخوا هیڅ مهمې پرېکړې نه کېږي.
د دې هر څه لامل دا ښودل کېږي چې کلیسا بې پرې پاتې شي او د چا تر اغېز لاندې رانه شي او یا ترې هم ناوړه ګټه پورته نه شي . له بلې خوا د الازهر شیخ پاپ فرانسیس د بشر دوستۍ ښه بېلګه بللی د اسلامي نړۍ د یوه معتبر بنسټ الازهر مشر شیخ احمد طیب، پاپ فرانسیس ” یو انساني ورور ” بللی او ویلي یې دي چې هغه د بشر دوستۍ یوه بېلګه وه.
شیخ طیب مصر ته د پاپ څو کاله وړاندې سفر ستایلی او ویلي یې دي ” انسانیت ته د خدمت وقف، د بې وزلو دفاع او د بېلابېلو دینونو او کولتورونو ترمنځ د اړیکو جوړولو مخکښ و.”
طیب ویلي، د الازهر او واتیکان ترمنځ اړیکې د پاپ فرانسیس په موده کې پراخې شوې وې. دغه اړیکې په ۲۰۱۷ کال کې د الازهر د سولې کنفرانس کې له ګډونه پیل او په ۲۰۱۹ کال کې د انساني ورورولۍ د سند په لاسلیک سره یې دوام وکړ.
شیخ طیب ویلي، پاپ له اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول عرب ټولنې سره له نژدې لیدنو ژمنتیا درلوده او پر غزې د یرغل پر مهال او همدا ډول نړۍ کې د اسلام ضد کرکې پر وړاندې یې رغنده رول درلوده.
دیادولو ده چې د پاپ فرانسیس جنازه به د تیرو مراسمو په پرتله یو څه جلا وي.د مراسمو پیل به د واتیکان د لوړ پوړي کارډینل یا مذهبي مشر کیون فاریل په مشرۍ وي چې د “مړینې رسمي تایید ” به اعلانوي او د پاپ جسد به په تابوت کې اېښودل کیږي.
د پاپ جنازه په دودیز ډول یوه پیچلې موضوع وه، خو پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د جنازې بهیر ساده کولو لپاره ځینې پلانونه تصویب کړل.
پاپ د لرګي یو ساده تابوت غوره کړی په یوه لوړ ځای عامو خلکو ته د جسد لیدودود یې لغوه کړ. پرځای به یې، ویر کونکو ته بلنه ورکړل شي چې داسې حال کې خپل درناوی وړاندې کړي چې د هغه جسد به تابوت کې دننه پروت وي، پوښ یې لرې کیږي. فرانسیس به په روم کې د سینټ ماري کلیسا یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
دا له یوې پېړۍ ډېره موده کې لومړی ځل دی چې یو پاپ له واتیکانه بهر سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.