
اسلامي امارت له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي
د افغانستان اسلامي امارت افغانستان ته د داعش د غړیو د اوښتو د مخنیوي لپاره د دیورند پر کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
په دې اقداماتو کې د امنیتي ټیمونو ځای پر ځای کول او د کډوالو د هویت بایومتریک پېژندنه شامله ده، په تېره بیا په تورخم کې.
افغان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، د دې لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په نوم افغانستان ته نه ننوځي، امنیتي تدابیر یې په ځانګړې ډول په تورخم کې پیاوړي کړي دي.
د یادو سرچینو په وینا، دا مهال د «سلطان مفکر» په مشرۍ یو امنیتي ټیم چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مشري کوي، تورخم ته استول شوی دی. دا ټیم د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له ځینو غړو جوړ شوی، او له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، په تورخم کې ځای پر ځای شوی دی.
امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د دوی د استخباراتو له مخې، داعش هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې له خپلو کورنیو سره یوځای د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي. له همدې امله په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
سرچینې زیاتوي، ټولو کډوالو ته یوازې هغه مهال د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د بایومتریک سیسټم له لارې یې هویت تایید شي.
یوه امنیتي چارواکي ویلي: «موږ د پاکستان له تاکتیکونو سره اشنا یو. موږ نه یوازې تورخم، بلکې هغه ټولې لارې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خلاصې دي، کلکې څارو.»
راپور زیاتوي چې دغه اقدامات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي، او امارت یوازې په تورخم بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نورې لارې هم شته چې ښایي داعش هڅه وکړي له هغو څخه د کډوالو په نوم افغانستان ته ننوځي. له همدې امله په سپین بولدک، غلام خان، خرلاچۍ (پکتیا) او انګور اډې (پکتیکا) کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت شوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو په نوم د داعش وسله وال افغانستان ته ولېږي.
اسلامي امارت چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې «عمري کمپ» نومېږي، او نویو کډوالو ته لومړی په همدې کمپ کې ځای ورکول کېږي.