
د روغتیا نړیوال سازمان: ۱۰٪ افغانان به سږ کال له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله ښایي د افغانستان تر لس سلنه ډېر خلک د سږکال تر پایه له روغتیایي خدماتو بېبرخې شي.
افغانستان چې ۴۵ میلیونه نفوس لري او له کلونو راهیسې پر نړیوالو مرستو متکي دی، دا مهال د بشري بحران له پلوه په نړۍ کې دوهم ستر هیواد دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا له خوا د روان کال په پیل کې د مالي ملاتړ له بندېدا وروسته، شاوخوا درې میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بېبرخې شوي، ځکه چې تر ۳۶۴ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي، او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال تر درېیمې ربعې پورې ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان استازی، اېډوین سنیزا سالوادور، فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل:
«که دا مرکزونه بند شي، نو له ټولټال ۱٬۰۶۸ روغتیایي مرکزونو څخه به تر نیمایي ډېر یې وتړل شي، چې معنا دا ده چې ښایي دوه یا درې میلیونه نور کسان هم له خدماتو محروم شي.»
سالوادور زیاته کړه:«کله چې مالي ملاتړ بند شو، اوسنیو مرستندویانو هڅه وکړه چې تشه ډکه کړي، خو د امریکا د مالي ملاتړ کچه دومره لوړه وه چې دغه تشه لا هم جدي ده.»
د افغانستان وران روغتیایي سیسټم چې د لسیزو جګړو له امله سخت کمزوری شوی، د نوزیږدو ماشومانو او میندو د مړینې تر ټولو لوړ نړیوال نرخونه لري.
د نړیوالو بشري مرستو وضعیت هغه وخت لا خراب شو چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د روان کال په پیل کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ختمولو او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د وتلو امر وکړ.
د ترمپ ادارې د USAID له خوا تمویلېدونکي ۸۳ سلنه بشري پروګرامونه لغوه کړل. دې ادارې په کال کې ۴۲.۸ میلیارد ډالري بودیجه لرله، چې د ټولو نړیوالو بشري مرستو ۴۲ سلنه یې جوړوله.
سالوادور زیاته کړه«روغتیايي سیسټم له وړاندې ډېر نازک و، او اوس چې کوم سیستم پاتې دی، هڅه کوي تر وسه وسه کار وکړي، خو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. که موږ په ګډه د دې تشې د ډکولو لپاره کار ونه کړو، نو زه ویره لرم چې حالت به لا خراب شي.»
هغه دا هم وویل چې د ډینګي، ملریا او نري رنځ (توبرکلوز) په څېر ناروغیو د خپریدو خطر ډېرېږي، او د واکسیناسیون کچه به راټیټه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ماشومانو واکسینپراخ کړي، تر څو پولیو یا ګوزڼ له منځه یوسي. دا ناروغي اوس یوازې په دوو هېوادونو کې پاتې ده: افغانستان او ګاونډي یې پاکستان.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی مأموریت (UNAMA) هم دا میاشت له نړیوالو مرستهکوونکو غوښتي چې سږ کال دې د هغو ۲۲.۹ میلیونه افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له مخې، ۸۵ سلنه افغانان د ورځې تر یو ډالر کم عاید لري.