Uncategorizedنړۍ

حماس د اسرائيلو له خوا په اوربند کې د بې وسلې کېدو وړانديز رد کړی

د راپورونو له مخې حماس د اسرائیلو لخوا د شپږو اونیو مشروط اوربند وړاندیز رد کړی دی.

یوه لوړپوړي فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د خبرو له بهیر سره بلد دی، ویلي، دغه پلان نه د جګړې د پایته رسولو او نه هم له غزې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو تضمين ورکوي. دا دواړه د حماس ممهمې غوښتنې دي چې د نيمايي يرغمل شويو د خوشي کولو په بدل کې يې وړاندې کړې دي.

حماس دغه وړانديز په داسې حال کې رد کړی چې په غزه کې د اسرائيلو له خوا مرګوني بريدونه دوام لري.

په همدې مهال، د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی چې “په غزه کې بشري وضعیت اوس ښایي د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي.”

شپږ اوونۍ کېږي چې اسرائیلو غزې ته د توکو ورتګ بند کړی، او دا د جګړې له پيله راهيسې د توکو تر ټولو اوږد بندیز بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو ادارې د اسرائیلو دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې په غزه کې کافي خوراکي توکي شته او وایي دا کلابندي ښایي د نړیوال بشري قانون خلاف وي.

خو د اسرائیلو لومړی وزير وايي د دې له کبله يې غزې ته د توکو پر ورتګ بنديز لګولی چې حماس د يرغملو خوشي کولو ته اړ شي او د هغه اوربند غځولو ته غاړه کېږدي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پايته رسېدلی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي، “هلته شته همکاران وايي، بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې د ولسي وګړو تلفاتو کې او د پاتې زېربناوو ويجاړي کې زیاتوالی دی.”

ویل کېږي اسرائیلو تېره اوونۍ ناوخته د اوربند خبرو کې ښکېلو سیمه‌ییزو منځګړو ته د اوربند خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده.

له دې وړانديز وروسته، د حماس یو پلاوی چې مشري یې د مذاکراتو مشر خلیل الحیة کوله، د مصر استخباراتو له چارواکو سره په قاهره کې وکتل.

یاد فلسطیني چارواکي ویلي، “اسرائیلو د مصر له لارې د حماس غورځنګ ته استول شوي وړاندیز کې په څرګند ډول د جګړې د ختمېدو او يا له غزې د وتلو پرته د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې.له همدې امله حماس دا وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ.”

باور دا دی چې په لومړي ځل اسرائیلو د اوربند د پرمختګ لپاره د حماس د بې وسلې کولو شرط وړاندې کړی، کوم چې د حماس لپاره سره کرښه بلل کېږي.

یاد فلسطینی چارواکي اسرائیل تورن کړل چې یوازې د وخت ضایع کولو هڅه کوي، او غواړي یرغمل شوي کسان ترلاسه او جګړه اوږده کړي.

اټکل کېږي چې لا هم ۵۹ یرغمل شوي کسان په غزه کې پاتې دي، چې له هغوی ۲۴ يې ژوندي دي.

 

د عکس سرچینه،AFP

د سې شنبې په ماسپښین، د حماس د نظامي څانګې ویاند وویل، دوی له هغه ډلې جنګیالیو سره اړیکه له لاسه ورکړې چې د اسرائیلي-امریکايي یرغمل ایدان الیګزانډر ساتنه کوي.

دوی وايي دا ړیکه ځکه پرې شوې چې د دوی پر “موقعيت مستقیم بريد شوی” دی.

ابو عبیده د دې ادعا لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، او دا یې هم نه دي ویلي چې تماس کله پرې شوی. اسرائیل وايي پر هغو ځايونو بريدونه نه کوي چې ګومان کېږي یرغمل په کې ساتل کېږي.

حماس د شنبې په ورځ د دغه ۲۱ کلن سرتېري یوه ویډیو خپره کړه، چې داسې ښکاري تر فشار لاندې خبرې کوي او د اسرائیلو پر حکومت نيوکه کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بې‌ځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضله‌اوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button