
حماس،تل پاتی اوربند،خو اسراییل یوازې دبندیانوتبادله غواړي
د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د مصر په پلازمېنه قاهره کې خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېدې.
په غزه کې د اوربند د تړون د بیا پیلولو او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره په قاهره کې وروستۍ خبرې اترې پرته له کوم مهم پرمختګ پای ته ورسېدې.
د خبري اژانسونو په وینا، فلسطیني او مصري سرچینو د دوشنبې په ورځ وویل چې حماس خپل دریځ ساتلی دی چې هر ډول تړون باید د جګړې بشپړ پای ته رسیدو لامل شي.
اسراییلو تېره میاشت په غزه کې خپل پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې په جنوري کې د اوربند موافقه ناکامه شوه او ټینګار کوي چې تر هغه چې حماس په بشپړه توګه مات نشي، بریدونه به دوام ولري.
حماس وايي چې د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د وتلو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د سپارلو لپاره چمتو دی، خو د اسراییلو وړاندیز د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره نه دی، بلکې یوازې د یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو لپاره دی.
مصر د غزې د اوربند لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی،
د حماس یوه جګپوړي چارواکي عربي رسنیو ته ویلي چې مصر حماس ته د اوربند لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی، خو په څرګنده توګه یې ویلي چې له اسراییلو سره هیڅ ډول موافقه تر هغه وخته ممکنه نه ده چې د فلسطیني مقاومت ډلې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.
د حماس یو چارواکی وايي چې د حماس دریځ لاهم پر خپل ځای دی چې د هر ډول تړون اساس باید په غزه کې د اسراییلو د روانې جګړې پای او د اشغالګرو ځواکونو وتل وي. دغه چارواکي وویل چې د حماس د وسلو په اړه هیڅ ډول خبرې اترې امکان نلري.
د حماس د مشر په وینا، د مصر په وړاندیز کې د ۴۵ ورځو لنډمهاله اوربند شامل دی چې په بدل کې یې غزې ته د خوړو او سرپناه توکو د ننوتلو اجازه ورکړل شي.
حماس وايي چې اوربند یوازې هغه وخت ممکن دی چې د اسراییلو یرغل په بشپړه توګه پای ته ورسیږي، چې تر دې دمه پکې له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي.