
امریکا ګواښ کړی چې په چین به نورې تعرفې هم ولګوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی چې که بیجینګ خپله ۳۴ سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نه کړي نو امریکا به پر چينايي توکو ۵۰٪ نوره تعرفه ولګوي.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله.
د دوشنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنیو یوه پوسټ کې، ټرمپ چین ته تر سې شنبې وخت ورکړ چې خپل تعرفه لرې کړي ګنې ۵۰٪ مالیې سره به مخ شي.
په ځواب کې، په امریکا کې د چین سفارت واشنګټن په “اقتصادي ځورونې” تورن کړ، او زياته کړې يې ده چې بیجینګ به “په کلکه له خپلو مشروع حقونو او ګټو ساتنه وکړي”.
که چېرې ټرمپ له خپل ګواښ سره سم عمل وکړي، نو امریکا ته د چين پر ورداتي توکو به ټولټال ۱۰۴٪ تعرفه وضع شي. له پخوانۍ ۴۶ سلنه تعرفې وروسته په مارچ مياشت کې ۲۰ سلنه نوره تعرفه ولګول شوه او که ۳۴ سلنه پرې اضافه شي د تعرفې کچه به ۱۰۴ سلنې ته پورته شي.
له دې سره داسې وېره شته چې دا ښايي د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو او نړیوالو سیالانو ترمنځ سوداګریزه جګړه لا ژوره کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو لویو تعرفو ملاتړ کړی چې پر وارداتي توکو یې لګولې دي. په دې سره د ونډو نړیوالو بازارونو کې لویه ګډوډي رامنځته شوه او ویلې یې دي: “ځینې وخت باید د رغېدو لپاره درمل واخلئ.”
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د هوایي ځواک په یوه الوتکه کې خبریالانو ته وویل، د دې تعرفو له امله به کارونه او پانګونې بېرته امریکا ته راشي او دغه هېواد به “داسې شتمن کړي، چې مخکې یې ساری نه و.”
د ټرمپ لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړ چې د تعرفو پلي کولو بهیر به له پلان سره سم دوام وکړي او د اقتصادي رکود وېره به کمه شي.
د ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د دوشنبې په سهار د اسیا بازارونه له پرځېدو سره مخ شول. د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص د ۷.۸٪ په کچه راښکته شو او د هانګ کانګ ‘هانګ سینګ شاخص’ له ۱۲٪ زیات له لاسه ورکړ.
د جمعې په ورځ، د امریکا درې واړه لوی شاخصونه له ۵٪ زیات راټیټ شول، په داسې حال کې چې S&P 500 د ۶٪ په نژدې کچه راښکته شو، چې دا له ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بده اونۍ وه.
د جمعې په ورځ، د امریکا درې واړه لوی شاخصونه له ۵٪ زیات راټیټ شول، په داسې حال کې چې S&P 500 د ۶٪ په نژدې کچه راښکته شو، چې دا له ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بده اونۍ وه.
د سعودي دولتي رسنیو په وینا، د سعودي عربستان د ونډو بازار – چې د یکشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي – شاوخوا ۷٪ ټیټ شوی، چې د وبا له پیله یې تر ټولو لوی ورځنی کمښت ثبت کړ.
د امریکا د بانکونو لوی کاروباري ‘جې پي مورګن’ وړاندوېینه کړې چې د ټرمپ د تعرفو له اعلان وروسته، د امریکا او په ټوله کې نړیوال اقتصادي رکود ۶۰٪ شونی دی.
د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت خورا ډېر راټیټ شو. د ورځې په پیل کې د جرمني ډيایاېکس شاخص شاوخوا اوه سلنه سقوط وکړ، په داسې حال کې چې د لندن فوتسي شاخص نژدې شپږ سلنه کموالی درلود.
مخکې له دې هم د اسیا د ونډو بازارونه د بازار پرانیستلو په لومړیو ساعتونو کې د ټیټېدو شاهدان وو. په اروپا او اسیا کې د ونډو بازارونو بېثباتي د ټرمپ د تعرفو له پلي کولو وروسته رامنځته شوې چې بازارونه یې حیران کړي او د نړیوال رکود وېره یې زیاته کړې ده.
په ورته وخت کې چین د ونډو په بازار کې له بېثباتۍ سره سره امریکایي شرکتونو ته ډاډ ورکړی چې د پانګوالو لپاره به یو خوندي ځای پاتې شي. د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لینګ جي د یکشنبې په ورځ د بسټ امریکایي شرکتونو له استازو سره ولیدل، چې په کې ټېسلا هم شامل وه. جي هغوی ته وویل چې بېجینګ تل د بهرنیو شرکتونو د حقونو ملاتړ کوي. د نړۍ دویم لوی اقتصاد، د ټرمپ لخوا د چین پر وارداتو بادې د پنځوس او څلور سلنه تعرفو د اعلان په غبرګون کې، پر امریکایي مالونو د ۳۴ سلنې تعرفو د پلي کولو اعلان وکړ.
د تعرفو له اعلان وروسته پر درېیمه ورځ د هانګ کانګ د بازار شاخص “هنګسن” سقوط دوامداره شو او اوس شاوخوا ۱۲ سلنه کموالی ښیي. په جاپان کې، د نیکي شاخص ۶.۵ سلنه سقوط کړی دی، په داسې حال کې چې د چین د اسهامو بازار اصلي شاخص هم له ۶ سلنې زیات کموالی ښودلی دی. پانګوال اندېښمن دي چې تعرفې کېدلی شي د نړیوال رکود لامل شي.