نړۍ

چین، ایران او روسیه “چابهار ته نژدې” اوبو کې ګډ تمرینونه کوي.

د چین دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا هېواد به په راتلونکو ورځو کې له ایران او روسیې سره ګډ سمندري پوځي تمرینونه ترسره کړي.
دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، دا تمرینات به د ایران له اوبو سره نژدې ترسره شي.
د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري تمرینات په تېرو کلونو کې پرله‌پسې او هر کال ترسره شوي دي.
خو دا ځل تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې اسرائیل او امریکا په تېرو میاشتو کې څو ځله ایران ته د پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دا یو له هغو غوراویو دی چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اټومي پروګرام د مهارولو لپاره یې په پام کې لري.
له هغه وخت راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ ته رسېدلی، دا ګواښونه ډېر شوي دي.
د ایران، روسیې او چین د نویو پوځي تمریناتو خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې د ایران مشر، د ډونلډ ټرمپ د لیک په اړه د امریکا د ولسمشر د مذاکرې وړاندیز “امرانه” وباله.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، مخکې ویلي وو چې ایران “تر اوسه” د ټرمپ لیک چې د آیت‌الله خامنه‌ای په پته استول شوی و، نه دی ترلاسه کړی.
دوه ورځې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې، چې تر ډېره د امریکا اقتصادي وضعیت ته ځانګړې شوې وه، وویل: “ژر به د ایران په اړه خبرونه واورئ. ډېر ژر.”
ډونلډ ټرمپ همداراز ویلي وو چې ده ایت‌الله خامنه‌ای ته لیک استولی او هغه مذاکرې ته وربولي. په هغه وخت کې هم د ایران د اسلامي جمهوري نظام استازولۍ د ملګرو ملتونو له لارې اعلان وکړ چې دوی د ټرمپ له لوري کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته، آیت‌الله خامنه‌یی په خپل تازه دریځ کې پر دې ټینګار وکړ چې “قوي دولتونه” پر ایران د مذاکرې فشار راوړي. همداراز یې اروپايي هېوادونه هم د دې لپاره ملامت کړل چې د ایران د برجامي ژمنو د نه عملي کېدو له امله انتقاد کوي.
له دې څرګندونو وروسته، سپینې ماڼۍ سملاسي غبرګون وښود.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز په یوه اعلامیه کې وویل: “موږ هیله لرو چې د ایران رژیم د ترهګرۍ پر ځای د خپلو خلکو او ملي ګټو ساتنه لومړیتوب وبولي.”
رویټرز خبري اژانس ویلي برایان هیوز د ټرمپ دغه خبرداری تقریباً ټکي په ټکي تکرار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام مسله د مذاکرې یا پوځي لارې حل شي.
ټرمپ له ایران سره د مخامخېدنې د څرنګوالي په تړاو ویلي و: “دوې لارې دي: یوه لاره پوځي ده او بله هوکړې ته رسېدل.”
ایران په تېرو اونیو کې څو ځله پر خپل دریځ ټینګار کړی دی.
د ایران سرسختانه دریځ چې له امریکا سره به مستقیمې خبرې ونه کړي، یوازې څو ورځې وروسته له هغه لا قوي شو، چې ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیلولو لږ وروسته د “اعظمي فشار” فرمان صادر کړ.
دغه فرمان، چې د امریکا د ملي ګټو لپاره چمتو شوی، د ایران اقدامات د امریکا د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button