
خبر
داعش پاکستان کې پټنځایونه لري(مجاهد)
داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده
دامریکې ولسمشر او دهغه هېواد ددقاع وزیر له پاکستانه مننه وکړه چې دکابل په هوایي ډګر کې پر امریکایي پوځونو دبرید پلان جوړونکی نیولی دی خو افغان حکومت وایي چې داپیښه ثابتوي چې ترګر په کوم ملک کې اوسېږي.
دافغانستان اسلامي امارت مرکزی ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې د داعش ترهګر پاکستان کې پتنځایونه لري.
مولوي ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي،په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه برید داعش کړی و او بیا چې داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي. دا موضوع په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
دافغانستان پوځونه په تېرو دوو کلونو کې د داعش ډلې پرخلاف پرېکنده اقدامات کړي دي چې اوسمهال د یادو اقداماتو له امله داعش په افغانستان کې اډې نلري.
دپاکستان حکومت ویلي دي چې ملزم شریف الله یې نیولی او امریکې ته یې سپارلی دی.