خبر

اسراییلي مرکچي پلاوی قاهرې ته ورسېد

اسراییل داوربند دوهم پړاو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړل

 

د اسراییلو پلاوی له حماس سره دخبرو اترو دبیا پیل لپاره قاهرې ته ورسید

د اسراییلو چینل ۱۴ د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي چې اسراییل به د خبرو اترو په نوي پړاو کې حماس ته درې اساسي غوښتنې وړاندې کړِي.

۱- د حماس له خوا د ټولو نیول شویو کسانو خوشې کول.
۲- د حماس د پوځي څانګې ړنګول او د هغوی د جنګي وړتیاوو له منځه وړل
۳- د غزې له تړانګې څخه د فلسطین له خاورې بهر ته د دې غورځنګ د مشرانو شړل.

سیاسي سرچینو ټینګار کړی چې دا غوښتنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بشپړ ملاتړ لري، ځکه چې د هغه اداره هڅه کوي چې د اوږدمهاله سیاسي حل لارې د یوې برخې په توګه پر حماس فشار راوړي چې بې وسلې شي.

د پخوانیو پلاويو برخلاف، دا ځل د پلاوي مشري د جګړې د بندیانو او ورک شویو کسانو د څانګې مشرې ګال هیرش کوي، چې پخوا یې د قطري لوري سره د خبرو اترو مشري کړې وه. دا بدلون د مذاکراتي ټیم د بدلون یوه برخه ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ځینو چارواکو سره د تاوتریخوالي په منځ کې د شین بیت مشر رونن بار او د پوځ لوړ پوړی قوماندان نیتش ایلون له خبرو اترو څخه لرې کړل. خو، د موساد مشر ډېوېډ بارنیا لا هم په ټیم کې دی.

قاهرې ته داسراییلي پلاوي د تګ سره سم، نن ماښام ۶:۳۰ بجې، د اسراییلو سیاسي او امنیت شورا به د تل ابیب په کیریا ودانۍ کې یوه مهمه غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د خبرو اترو لاره او د تړون راتلونکی پړاو بیاکتنه وشي، او همدارنګه به غزې ته د بشري کاروانونو د ننوتلو او د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه د ټرمپ د خبرداري سره د چلند په اړه بحث وشي.

که څه هم داسې ښکاري چې د اسراییل او امریکا ترمنځ د دې غوښتنو په اړه همغږي شتون لري، خو د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیفن ویټیکر د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ د غزې اوربند تړون پر خپل ځای پاتې دی او د دې تړون دوهم پړاو به خامخا پیل شي.ویټیکر زیاته کړه چې د غزې د تړون د دوهم پړاو د پروسې په اړه د منځني ختیځ له چارواکو سره د هغه خبرې اترې ډېرې ګټورې وې. هغه ټینګار وکړ چې دا پړاو به ډیر پیچلی وي، ځکه چې  پکې د جګړې پای ته رسول، د حکومتي جوړښت څخه د حماس لرې کول، او د غزې څخه د غورځنګ وتل شامل دي.

سره له دې چې واشنګټن د خبرو اترو د دوام لپاره فشار راوړي، د اسراییلو ارزونې ښیي چې د حماس د غوښتنو سره د موافقې امکان خورا کم دی. یوه داسې مسله چې د جګړې بیا پیل یوازې د وخت خبره ګرځوي.

اسراییلي چارواکو ټینګار کړی چې هیواد یې هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو پیل کولو دمخه د امکان تر حده ډیر یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

همدارنګه، د پخواني فورمول سره سم، د ډیرو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د تړون د لومړي پړاو د غځولو وړاندیز هم وړاندې کیدی شي.

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button