زعفران دکوکنارو ښه بدیل
تېرکال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
سږکال د زعفرانو حاصلاتو کې د زیاتوالي ترڅنګ ددې محصولاتو بیه هم د تېر کال پرتله ۶۵ سلنه لوړه شوې دهچې دی سره د زغفرانو دپلور عواید لوړ شوي دي.
دافغاهنشتان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخي تېر یو کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې د وړم کال پرتله په عایداتو کې ۱۲۰ سلنه زیاتوالی ښي.
زعفران د درملیز اهمیت له کبله دومره ارزښتناک دي چې ځینې وخت سره زر هم ورته ویل کېږي، او اوس د یو کیلوګرام بیه په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ ته رسېدلې ده.
د افغانستان د زعفرانو نژدې ۹۰ سلنه تولید په لویدیځ هرات کې کېږي؛ هغه سیمه چې له څو پېړیو راهیسې هلته کرل کېږي او اوس دغه صنعت سوداګریزي بڼي ته اوښټی دی.
په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د ښار او ولسوالیو څنډي په ارغواني رنګ بدلېږي، چې ورسره د حاصل راټولولو پېچلی کار هم پیلېږي، د ګل ارغواني یا بنفشي پاڼي جلا او وچېږي، چې زعفران ترې جوړ شي.