خبر

دټولو دولتی کار کوونکو معاشونه اجراکیږي(مجاهد)

دافغانستان بودجه داخلي منابع لري اوبهرۍ مرستې ورباندی اغیز نلري

 

د افغانستان داسلامي امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې  د مالیې وزارت به د روانې فبروري میاشتې په اوږدو کې د ټولو دولتي کارمندانو معاشونه ورکړي.

داسلامي امارت مرکزی ویاند نن، د مارچ په ۱۱مه وویل چې هیڅوک باید اندیښنه ونلري.

مولوی ذبیح الله مجاهد وړاندې وویل: د حکومتي کارمندانو شمېر یو ملیون او څلوېښت زرو په شا او خوا کې دی،محاهد زیاته کړه چې د هیواد بودیجه کورني بنسټ لري او د بهرنیو مرستو له راتګ یا نه شتون سره هیڅ تړاو نلري.”

تر دی وړاندې ځینو مغرضو رسنیو داسی خبر خپور کړی و چې دامریکې مرستو له دریدو سره سم دافغانستان د دولتی مامورینو تنخواه ګانی هم ځنډول شوي دي خو دافغانستان دمالیې وزارت دټولو دولتي مامورینو د تنخواه ګانو د ویش لپاره په اړوندو بانکونو کې یو مهالویش  جوړ کړی دی چې د سلواغې په میاشت کې عملي کیږي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button