نړۍ

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو استعفا وکړه

د لومړي وزیر په توګه له نژدې یوې لسیزې وروسته جسټن ټروډو د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.
ټروډو په پلازمېنه اوټاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، تر هغه به د لومړي وزارت پر څوکۍ پاتې شي چې د لېبرال ګوند نوی مشر نه وي ټاکل شوی.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو مياشتو کې د لېبرال ګوند ځينو غړو او يو شمېر کاناډايي وګړو د نوموړي د استعفا غوښتنه کوله.
دا فشارونه د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د دغه هېواد د ماليې وزير کريسټيا فريلنډ له ناڅاپي استعفا وروسته لاپسې زيات شول.
جسټن ټروډو هم د خلکو په منځ کې محبوبیت له لاسه ورکوي او ځینې نظر پوښتنې ښیې چې د هغه ګوند د سږکال په عمومي ټاکنو کې د ماتې په لور روان دی.
تر دې مخکې کاناډايي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی ټروډو پلان لري د چهارشنبې په ورځ د لېبرال ګوند له عمومي غونډې مخکې استعفا وکړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د خپلې استعفا له اعلان وروسته وويل “زه یو مبارز یم او زما ټول وجود راته وایي چې باید مبارزه وکړم.” هغه د کاناډا د پارلمان حالت ته په اشارې وویل، “پارلمان له میاشتو راهيسې فلج شوی”.
جسټن ټروډو ټینګار وکړ چې هېواد يې نوي پارلمان ته اړتيا لري او د مارچ تر ۲۴ يې د ځنډېدو اعلان وکړ. نوموړي وويل، هېواد يې په راتلونکو ټاکنو کې د “اصلي غوراوي” مستحق دی.
ټروډو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کاناډا د لېبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ راهيسې لومړی وزير دی.
د لېبرال ګوند د قانون له مخې مشر کولای شي هر وخت خپله استعفا اعلان کړي. که استعفا سملاسي وي، تر هغه چې د ګونډ غړي نوي مشر ته رايه ورکوي یو لنډمهالی مشر ټاکل کېږي. ټروډو کولی شي د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې په دفتر کې پاتې شي.
کله چې نوی مشر وټاکل شي، ټروډو باید د لومړي وزیر واکونه پرېږدي او خپل ځای ناستي ته یې وسپاري.
دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي، خو داسې نه ښکاري چې د دغه ګوند غړي دې د نوي مشر د ټاکلو په برخه کې د چټکتیا هڅه وکړي.
د لومړي وزير په توګه له ۹ کلنۍ واکمنۍ وروسته د رای ورکوونکو او د ګوند د ځينو غړو تر منځ د جسټن ټروډو شهرت خورا کم شوی.
په وروستيو ټولپوښتنو کې يوازې ۲۲ سلنه کاناډايانو د هغه له مشرۍ رضايت ښودلی و. دا د لومړي وزير په توګه تر دې مهاله د نوموړي د محبوبيت تر ټولو ټيټه کچه ده.
د کاناډا په سیاست کې د ښاغلي ټروډو د محبوبیت کمېدل په داسې حال کې یوه مهمه مسئله ګرځېدلې چې د نظرپوښتنو له مخې د محافظه کار ګوند د مشر پیر پویلیور محبوبیت د ښاغلي ټرودو په پرتله لږ تر لږه ۲۴ سلنه لوړ دی.
دا کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې لیبرالانو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button