خبر

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست

سعودي عربستان په یوه خبرپانه کې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیسته.
یاد سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: « افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د لېوالتیا پر اساس» دا پرېکړخ وشوه چې سعودي عربستان به د ډسمبر په ۲۲ مه په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیزي.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست احمد شکېب افغانستان لپاره د سعودي ‎عربستان له سفير سره کتلي دي.
شکېب په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، افغانانو ته د ويزو د ورکړې پر بهير او پر يو شمېر نورو اړينو مسأيلو خبرې کړې دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button