خبرورزش

دزمبابوې پرخلاف پریکنده بریا

ملي لوبدلې د دریو شل اوریزو لوبلړۍ وګټله

 

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له کوربه زېمبابوې دویمه پرلپسې شل اوریزه لوبه وګټله او له دې سره یې د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې نن د زېمبابوې لخوا د ورکړل شویو ۱۲۸ منډو هدف د ۷ لوبغاړو له اوټېدو وروسته په وروستي اوور کې پوره کړ.

په دغه وروستي اوور کې افغانستان د بري لپاره په شپږو بالونو اووه منډو ته اړتیا لرله.

د دغه کم هدف په پوره کولو کې که څه هم د افغان لوبډلې پیل ډېر ښه نه و بلکې د سر څلور لوبغاړي یې زر اوټ شول خو ورپسې د ګلبدین نایب او عظمت الله عمرزي د ۴۸ منډو ملګرتیا د یادو منډو پوره کولو کې ارزښتاناکه رول ولوباوه.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button