د روسیې استخباراتو څنګه بشارالاسد له سوریې وتښتاوه
دبشار الاسد د لیږدوني عملیات دپوتین تر نظر لاندي تر سره شول
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مسکو ته د بشارالاسد په خوندي توګه د انتقال لپاره عملیات تصویب کئل چي بیا وروسته عملیات تر سره شول.
اسراييلي ورځپاڼې ادعا کړې، چې له دمشق څخه مسکو ته د سوريې د لرې کړای شوي ولسمشر بشارالاسد بېړنی تګ د روسيې د استخباراتو له خوا تنظيم شوی و.
څو ورځې وړاندې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد د تحریر الشلام د پرمختګ له امله له دمشق څخه په الوتکه کې وتښتید او روسیې ته ولاړ.
کله چې بشارالاسد له دمشق څخه وتښتېد، داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د پخواني ولسمشر الوتکې د کنټرول ټاور سره اړیکه پرې کړې وه، چې وروسته بیا دا ویره څرګنده شوه چې د سوریې د فراري ولسمشر الوتکه غورځېدلې ده، خو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل بشارالاسد له خپلې برتانوي مېرمنې او ماشومانو سره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی او هلته یې سیاسي پناه اخیستې ده.
اوس اسراييلي ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې چې بشارالاسد ته د روسيې له خوا ويل شوي چې جګړه يې بايللې ده، روسيې د دمشق پر لور د تحریر الشام له پرمختګ وروسته بشارالاسد ته سپارښتنه کړې چې سمدستي له سوريې ووځي.د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: بشارالاسد په ډیر خوندي ډول روسیې ته انتقال شو
بشارالاسد روسیې ته له تګ مخکې په مسکو کې څومره جایدادونه اخیستي وو؟
سوریه کې د بشارالاسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده، د یاغیانو د ډلې د مشر څرګندونې هم راغلې
اسراييلي ورځپاڼي راپور ورکړی چي بشارالاسد د خپلو نژدې ملګرو له خبرولو پرته مسکو ته د تللو غوښتنه کړې وه.
د بلومبرګ امریکايي مجلې د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مسکو ته د بشارالاسد په خوندي توګه د لېږدولو عملیات تصویب کړل، چې وروسته د روسیې استخباراتو د بشارالاسد خوندي سفر تنظیم کړ.
د اسراييلي ورځپاڼې د راپور له مخې بشار الاسد له دمشق څخه په خپله شخصي الوتکه کې په سوريه کې د روسيې هوايي اډې ته ورسېد.
د راپور له مخې بشارالاسد د خمیمیم له هوايي اډې څخه په یوه روسي پوځي الوتکه کې مسکو ته روان شو، چې روسیې ته د سفر پر مهال د ترکیې له هوايي حریم څخه ډډه وشوه.