د اسراییلو لومړي وزیر په غزه کې د جګړې د نه ختمولو اعلان وکړ
نتانیاهو وایی که په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي، حماس به بیرته ځواک ترلاسه کړي او بریدونه پیل کړي
تل ابیب: د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په غزه کې د جګړې د نه ختمولو اعلان کړی دی.
د اسراییلو لخوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو نسل وژنه دوام لري او په غزه کې په تازه بریدونو کې تر ۳۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې د ۳ اسرائیلي پوځیانو د وژل کېدو او د حماس د مقاومت د ۱۰ جنګیالیو د شهادت ادعا کړې ده.
د رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د اوربند هڅې دوام لري او ویلي یې دي چې د غزې جګړه به پای ته ونه رسوي، که دا کار وکړي، نو حماس به بیا ځواکمن شي او بریدونه به پیل کړي.
د بله پلوه د نتانیاهو خلاف د فساد د دوسیو اوریدل پرون په تل ابیب کې ځمکې لاندې بنکر کې ترسره شول، اسراییلیانو د محکمې بهر مظاهره وکړه او د نتنیاهو د سزا غوښتنه يي وکړه.