خبرنړۍ

تحریر الشام دبشارالاسد په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې

روسي او ایراني پوځیان له سوریې څخه د وتلو په حال کې دي

 

په سوریه کې ایراني او روسي ځواکونو وروسته له هغه په ​​وتلو پیل وکړ چې یاغیانو د بیلابیلو ښارونو کنټرول ترلاسه کړ
دمشق: د سوریې یاغیانو چې د روسیې د ولسمشر بشارالاسد د پوځ پر ضد جنګیږي، د حمص او درعا ښارونه هم نیولي دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، په سوریه کې یاغیان د پلازمېنې دمشق پر لور پرمختګ کوي او یاغیان د بشارالاسد پوځ په شاتګ ته اړوي.

د راپور له مخې، د یاغیانو ډلې حیات التحریر الشام جنګیالیو د حمص مرکزي ښار هم نیولی او د سوریې پوځ له دغه ښاره وتلی دی.

بهرنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې یاغیان اوس هغه ولایت ته ننوتلي چې د 2011 عرب پسرلي غورځنګ مرکز و.

د بهرنیو رسنیو په حواله، د یاغیانو سرچینې وايي چې پوځ د یوې معاملې له مخې د وتلو پریکړه کړې او دوی ته پلازمینې دمشق ته خوندي لاره ورکړل شوې ده.

په راپور کې راغلي چې که له یوې خوا یاغیان د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دي، له بلې خوا د نوې کورنۍ جګړې له امله زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له بلې خوا امریکايي رسنیو ادعا کړې چې د ایران د قدس ځواک جګپوړو جنرالانو د سوریې له سیمو وتل پیل کړي او د روسیې پوځ هم له طرطوس بندر څخه وتل پیل کړي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button