دسوریې دوه مهم ښارونه دتحریرالشام په منګولو کې

Image result for التحریر الشام

دبشار الاسد  پوځ د حما ښآر بې له کومې جګړې او مقاومته ، خپلو مخالفینو ته خوشی کړی دی.

د سوریې حکومتي چارواکو او ملاتړو یې ټینګار کاوه چې پوځ به په حما ښار کې ودریږي، حتی که یاغیان ښار ته ننوځي.

لږ وروسته، د سوریې پوځ تایید کړه چې دوی له حما څخه وتلي او د لومړي ځل لپاره یې د ښار کنټرول یاغیانو ډلو ته سپارلی دی.

د یوې اونۍ په اوږدو کې د دوو لویو ښارونو له نیولو وروسته، د یاغیانو بل هدف، چې د تحریر الشام اسلامي ډلې مشري کوي، د حمص ښار دی.

په لسگونو زره خلک له ښاره تښتي  له دې اندیښنې  چې راتلونکې لویه جگړه به سخته  وي

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *