ورزش

افغانستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو ،دسیریز جام خپل کړ

 

افغانستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو ،دسیریز جام خپل کړ

کرېکټ

افغانستان په شارجه کې بنګله دیش ته په دریمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او سریز یې دوه د یو په مقابل کې په خپل نوم کړ

د افغانستان په لوبه کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۱ او د عظمت الله عمرزي ۷۰ منډو خورا مهم رول درلود. عمرزی چې ناسوځېدلی پاتې شو، لومړی یې له ګوربز سره او بیا یې له محمد نبي سره خورا په زړه پوري ملګرتیا وکړه او افغانستان یې بري ته نژدې کړ. عمرزي په دې لوبه کې څلور وېکټې ترلاسه کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

رحمان الله ګوربز بیا په ۲۲ کلنۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې اتمه سلیزه وکړه، چې په دې عمر کې یوازې د هند سچن ټنډولکر او د سویلي افریقا ډي کاک همدومره سلیزې کړې وې.

د دې لوبې پچه د بنګله‌ دېش لوبډلمشر وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله‌دېش لوبډلې ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې وکړې. په دې کې د محمد‌الله د ۹۸ او د لوبډلمشر مهدی حسن میراز ۶۶ منډې شاملې وې. افغان لوبډلې بیا د لوبې په ۴۹ اوور کې په داسې حال کې دغه هدف پوره کړ، چې ۱۱ توپونه او پنځه وېکټې یې لاپاتې وو.

محمدالله د بنګله دېش د توپ وهنې پاڼۍ په وروستي توپ ‘رن‌اوټ’ شو.

د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې عظمت‌الله عمرزي ۴ او محمد نبي او راشد خان یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان دې لوبې لپاره په لوبډله کې کوم بدلون نه و راوستی، خو د بنګله دېش په لوبډله کې دوه بدلونونه لیدل کېدل.‌

د بنګله دېش له اړخه نن د لوبډلمشر نجم‌ الحسین شانتو پر ځای، چې تېره لوبه کې ټپي‌ شوی و،‌ ذاکر حسن او د چټک توپ اچوونکي تسکین احمد پر ځای ناهید رانا اخیستل شوي وو.‌

۲۲ کلن ناهید په ښی لاس چټک توپ‌ اچوي او دا یې د بنګله دېش ملي لوبډلې لپاره لومړنی رسمي یو ورځنۍ لوبه وه.‌

کرېکټ

د یادونې ده چې د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان په ۹۲ منډو ګټلې خو دويمه يې بيا د ۶۸ منډو په توپير بايللې وه.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپوهنه کړې وه او بنګله دېش ته يې د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی و چې بنګله دېش ونتوانېد پوره يې کړي. په دې لوبه کې الله محمد غضنفر د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره غوره لوبغاړی نومول شوی و.

په دويمه لوبه کې بیا بنګله دېش لومړی منډې جوړې کړې او ۲۵۳ هدف يې وټاکه چې افغانستان يې په پوره کولو بريالی نشو.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button