
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د افغانستان په کوربتوب نن د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښين دوه نیمې او د پښتونخوا پر وخت د ماسپښن دری بجې پيل شي.
د دې لوړۍ لومړنې لوبه افغانستان په ۹۲ منډو ګټلې خو دويمه يې بيا د ۶۸ منډو په توپير بايللې وه.
په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان نننۍ سيالي برخليک ټاکونکې ده که چېرې يې وګټي ورسره به د لوبولړۍ هم په خپل نامه کړي.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپوهنه کړې وه او بنګله دېش ته يې د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی و چې بنګله دېش ونتوانېد پوره يې کړي. په دې لوبه کې الله محمد غضنفر د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره غوره لوبغاړی نومول شوی و.
په دويمه لوبه کې بیا بنګله دېش لومړی منډې جوړې کړې او ۲۵۳ هدف يې وټاکه چې افغانستان يې په پوره کولو بريالی نشو.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټراټ له ماتې وروسته د خبري کنفرانس پر مهال وويل، افغان توپ وهونکي ښه ونه لوبېدل او لکه څنګه چې تمه کېږي سپېن توپ اچوونکي هم ونه ځلېدل خو ډاډ يې څرګند کړ چې د دې وروستۍ لوبې لپاره به پوره چمتووالی نيسي.
د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان په ۱۹ کسيزه لوبډله کې د حشمتالله شهیدي په مشرۍ رحمت شاه، راشد خان، محمد نبي، ګلبدین نایب، رحمن الله ګوربز، اکرام علي خېل، صدیق الله اتل، عبدالمالک، ریاض حسن، نور احمد لکڼوال، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزي، فضل الحق فاروقي، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او فرید ملک لوبېږي.
ابراهيم ځدراڼ او مجيب ځدراڼ دواړو ته د ټپونو له کبله په لوبډله
د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو په نوې درجه بندۍ کې بنګله دېش اتم ځای او افغانستان نهم ځای لري. کې ځای نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه ټولې ۱۸ یو ورځنۍ لوبې کړې، چې ۱۱ یې بنګله دېش او اووه افغانستان ګټلې دي.