حماس د اسراييلي ځواکونو او نيول شويو جاسوسي الوتکو په نښه کولو ويډيوګانې خپرې کړې
د فلسطین د مقاومت غورځنګ رسنیو په غزه کښې له صهیونیسټی پوځیانو سره د نښتو او مرګ ژوبلو ویډیوګانې خپرې کړې.
د حماس پوځي څانګې القسام د غزې په شمال کې د جبالیا په کمپ کې د اسراییلي ټانک د ویجاړولو ویډیو خپره کړه.
د القسام په جبالیه کیپ کې پر اسرائیلي پوځ د بریدونو ویډیو هم خپره کړې ده.
د حماس رسنیو ویلي، مجاهدینو له سختې جګړې وروسته صهیونیسټي پوځیان شاتګ ته اړ کړل.
په غزه کې د اسراييلي پوځ يو ډګروال د ماين په يوه بريد کې وژل شوی دی
د دې تر څنګ القسام په جبالیه کې د اسرائیلو یوه جاسوسي بې پیلوټه الوتکه نیولې، چې ویډیو یې هم خپره شوې ده.
د اسرائیلو پوځ د جبالیه کمپ مخې ته د خپل یوه ډګروال وژل کېدل تایید کړل، ویې ویل چې د ۴۰۱ مې لوا ډګروال احسن داکسا په شمال کې له حماس سره په جګړه کې وژل شوی دی.
ډګروال دقسا یو له هغو لوړ پوړو اسراییلي پوځیانو څخه دی چې په غزه کې وژل شوی دی.