د بلوچستان په ډاکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر کانونو د وسله والو په برید کې ۲۰ کان کیندونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
دپوليسو ترمخه نامعلومو وسله والو دکوهاټ ضلعې چيرمين حاجي خيرالله د کوئلې په کان کې د راکټ په مټ بريد کړى اؤ هلته يې په کان کېندونکو ډزې کړي چې له امله يې ٢٠ کان کېندونکي وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه په بريدونو کې وژل شوي کان کېندونکي دپشين، قلعه سيف الله، ژوب، مسلم باغ، موسی خېل، کچلاک او افغانستان سره تعلق لري.
د هسکې مینې د روغتون د طبي رییس ډاکټر جوهر سدوزي په وینا، د وسله والو له لوري په برید کې ټپي شوي کسان د هسکې مینې روغتون ته تر درملنې وروسته د لورالايي تدریسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ډبرو سکرو د کان خاوند حاجي خيرالله وايي، چې وسله والو د ډبرو سکرو د لسو کانونو ماشينونه هم سوځولي دي.
د پيښي په اړه معلومات ترلاسه کولو نه پس پوليس او ايف سي موقعې ته رسيدلي او د لټون عمليات ئي پيل کړي دي۔