د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ د حکومتي کمېټۍ او پښتون قامي جرګې تر منځ خبرې بريالۍ شوې.
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر ميا افتخار حسېن د پښتون قامي جرګې سره تر ليدنې وروستو ميډيا سره په خبرو کې وويل په جمرود کې د وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ د حکومتي کميټۍ د پښتون قامي جرګې غړو سره مذاکرات کامياب شول.
د حکومتي کمېټۍ او قومي پښتون جرګې تر منځ په خبرو کې سپیکر بابر سلیم سواتي، وزیران، د اسمبلۍ غړي پروفیسر ابراهیم او میان افتخار هم شامل وو.
له غونډې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې علي امين ګنډاپور وويل، وياړم چې په ناستو يې ستونزه هواره شوه، سوله زموږ لويه غوښتنه ده، نن به د پښتنو ملي جرګه کېږي، زه د دې جرګې کوربه يم. د پښتنو په حق کې به مبارزه کوي
لویې جرګې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ته د امن او امان لپاره بشپړ واک ورکړ.
له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ دپيښور په وزيراعلي هاوس کې يوه جرګه شوې وه چې پکې دټولو سياسي گوندونو مشرانو اؤ استازو برخه اخستې وه.
جرګې د پرېکړې واک د خيبر پښتونخوا وزيراعلي ته ورکړ او هغه ته يې له پي ټي اېم سره د خبرو اجازه ورکړه.
په وزيراعلي هاؤس کې ترسره شوې جرگې کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي دپښتنو قامي جرگې په حق کې خبرې کړي اؤ دکورنو چارو وزير محسن نقوي واضحه کړې چې که دپښتنو قامي جرگه کې د رياست په ضد کومه خبره کيږي نو ذمه واري به يې په غاړه وي. وزیر به وي.
د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په جرګه كښې د رياست په ضد د نعرو وهلو وېره څرګنده كړه او اعتراض وكړو چې څنګه د کالعدم تنظيم لخوا اداره كولې شوې جرګې ته اجازت وركړې شي۔
په دې اړه د خېبرپښتونخوا وزيراعلي وفاقي داخله وزير ته په ځواب کې وويل چې جرګه د پښتنو قبايلو سره تعلق لري نه د کالعدم تنظيم سره.
محسن نقوي وويل، که په جرګه کې د رياست پر ضد خبرې کېږي، نو مسوول به يې وي، په داسې غونډو کې د نورو هېوادونو بيرغونه هم پورته کېږي.
وزيراعلي وويل مونږ هم د رياست په ضد د شعارونو او ويناوو مخالف يو، د رياست په ضد به هيڅ شي ته اجازه ورنه کړو، پښتانه دې د خپلو ستونزو د هواري لپاره جرګه راوغواړي، چاته به د ډزو اجازه نه ورکول کيږي.
محسن نقوي وویل چې تاسو به دا یقیني کوئ چې دا جرګه به د پښتنو د ستونزو هواري لپاره وي. د منع شوي سازمان نه.
ياده دي وي چي د پيښور وزيراعلي هاؤس کښي شوي لويه جرګه کښي د جے يو آئي صوبائي او مرکزي مشرانو ته بلنه نه وه ورکړې شوې۔