خبرراپور

دپښتنو پر جرګی د پاکستان برید

دعفوې نړیوال سازمان توند غبرګون ښودلی دی

پاکستان حکومت دعفویې تړیوال سازمان دجدي غوښتنې سره سره دپښتنو پر جرګې برید کړی او کمپ یې وران کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي “پاکستاني پوليسو او عسکرو د پښتنو ملې جرګې پر ميدان بريد کړی او د لويو ماشيونو په وسيله د کمپ شاوخوا خندقونه کيندي.”

نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې د دې تر څنګ ليکلي، “په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل تاريخي کلي علاقو کې هم د خپلو رواياتو مطابق د يوې ناستې اجازه نه لري.”

ښاغلي پښتين په سيمه کې د مخابراتی شبکو د بندېدو خبره هم کړې او وايي په سيمه کې يې د غورځنګ له غړو سره ټيليفوني اړيکې پرې شوې دي.

تر دی وړاندې دعفوینړیوال سازمان د پاکستان د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز او د ترهګرۍ ضد قوانينو کارول غندلي دي. یادسازمان دغه هڅې د سولهییزو حرکتونو شنډول بللي دي.

په بيان کې راغلي چې “کلونه کېږي پاکستاني چارواکي د مظلومو سيمو خوځښتونه په زور، جبري بې درکیو او د رسنيزو بنديزونو له لارې ځپي.”

د پاکستان مرکزي حکومت څو ورځې وړاندې د يوه رسمي اعلان له مخې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز اعلان کړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ يې “د پاکستان د کورني امنيت لپاره ګواښ” وباله.

له دغه بنديز وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د پاکستان حکومت دا پرېکړه “ظالمانه تګلاره” وبلله او ويلي يې وو چې د “فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې.”

د پښتون ژرغورنې غورځنګ راتلونکي جمعه د “پښتنو قومي عدالت” په نامه لویه جرګه په خيبر کې رابللې او ورته وروستۍ چمتووالی نیسي.

له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.

د دی جرګې د را بللو تصمیم دپښتون ژغونژ غورځنګ یو مطرح غړي ګیلامن وزیر تر وژنې وروسته نیول شوی دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button