دایران په اصفهان کې د چاونې عږ تر اوریدل کیدا وروسته سپاه پاسداران په دی اړه وویل: لامل یې د روښانه څیز لیدل او د دفاعي سیستم تجربه کاره فعالیت وو.
د اصفهان صاحب الزمان قول اردو د عامه اړیکو دفتر په اصفهان کې د چاودنې د علت په اړه یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ: د چاودنې غږ د یوه روښانه څیز د لیدلو او د دفاعي سیستم د ازمایښتي فعالیت له امله و. او کومه بله ځانګړې پیښه نه ده رامنځته شوې چژ د دښمن برید با کومه بله پیښه وبلل شي.
د سه شنبې په سهار وختي د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو ته منسوب یوه ټیلیګرام چینل هم د اصفهان د هوايي دفاع یوه ویدیو خپره کړه چې په «نامعلوم هدفونو» یې ډزې وکړې.