د افغانستان حکومت د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه خبرې رد کړې چې ګواکې داعش، القاعده او پاکستاني طالبان یا TTP په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي.
دافغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایی دافغانستان خاوره د چا پر خلاف نه استعمالیږي.
دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې د القاعده، داعش او تحریک پاکستان په څېر ډلې شتون لري.
هغه زیاته کړه: “موقت حکومت باید په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو تروریستي ډلو لکه داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان،او بلوڅانو ته د ماتې ورکولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. .
شهباز شریف په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د افغانستان حکومت باید “د ښځو او نجونو د حقونو او په واک کې د نورو سیاسي ډلو د ونډې په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.”
دافغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د هغه خبرې رد کړې او ویلي یې دي: “دوی بهرنیو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو ته ګواښ وکړي.”
دالومړی ځل نه دی چې پاکستان پرافغانستان د ځینو ډلو دپاللو تور پورې کوي خو تردې دمه نه دی توانیدلی چې دخپلې ادعا دثبوت لپاره بیلګې وړاندې کړي.