اسراییل دترکیې ولسمشر ورو ستی وړاندیز،په کلکو الفاظو غندلی دی.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په یوه ویناپاڼه کې د ولسمشر اردوغان خبرې خطرناک او لمسوونکي درواغ بللي او ویلي يې دي چې “د ترکیې مشر کلونه کېږي چې له ایران سره همکاري کوي تر څو د سیمې منځلاري عربي رژیمونه کمزوري کړي”
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې اسلامي هیوادونه باید د هغه څه په وړاندې چې د اسرائیلو د «پراخیزم مخ پر زیاتیدونکي ګواښ» یې بولي، یو ایتلاف جوړ کړي.
ښاغلي اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یوه ترکي نژاده امریکايي ښځه د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شوه. دغې مېرمنې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو جوړولو پر ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې وه او د فلسطیني او ترکي چارواکو په وینا د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوې ده.
د ترکیې ولسمشر، چې د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۷ مه) یې استانبول ته نژدې د اسلامي ښوونځیو د ټولنې په یوه غونډه کې ګډون کړی و، وویل، «یوازینۍ اقدام چې د اسراییلو د ارمانونو، غلاوو او دولتي تروریزم مخه نیولی شي د اسلامي هېوادونو یووالی دی.»
هغه زیاته کړه: له مصر او سوریې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ترکیې وروستي اقدامات د اسرائیلو د پراخیدونکي ګواښ په وړاندې د پیوستون رامینځته کول دي.