د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ ۍ ادارې (اوچا) د رپوټ پر بنسټ، کابل کې د ځمکلاندې اوبو کچه له ۲۵ تر ۳۰ مترو ټیټه شوې او څه د پاسه نیمايي ژورې څاه ګانې وچې شوې. یوازې تېر کال د اوبیزو سرچینو د نوې کيدنې وړتیا پرتله ۴۴ میلیون مترمکعب ډېر اوبه کارول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ یونیسف هم خبرداری ورکړی که دا بهیر همداسې روان وي نو د کابل ټولې اوبیزې زېرمې ښايي تر ۲۰۳۰ م کال پورې وچې شي.
سږکال د افغانستان د اوبو او دغه هېواد کې د روغتیا ساتنې لپاره د ۲۶۴ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا ده خو یوازې ۸/۴ میلیون ډالر یې ترلاسه شوي.
د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن وايي “که جدي اقدام ونشي، د کابل د اوبو رسونې سیستم پرځېدنه به په یوه هر اړخیز انساني ناورین واوړي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې له خصوصي سکتوره او ملګرو ملتونو نیولې تر نړیوالې ټولنې او نادولتي ادارو پورې ټول د سیمې له خلکو سره لاس ورکړي او د داسې حل لارو په لټه شي چې د ټولنې له زړه را وټوکېږي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي په کابل کې د اوبو د کړکېچ یوازینۍ حل لاره دغه ولایت ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږدول دي.
د کابل د اوبیزې حوزې عمومي مشر محمد عارف مومند وایي، د دغه پروژي په پلي کېدا سره به څه د پاسه ۳میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرې او د کابل پر ځمکلاندې اوبو تکیه کمه شي.
د هغه په وینا، د دغه پلان د شونتیا ارزونه د ۲۰۲۴ م کال په وروستیو کې بشپړه شوه او لګښت یې شا و خوا ۱۷۰ میلیون ډالر اټکل شو. د دغه پلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ۱۲۳ کیلومترو د یوې نل لیکې په ایستلو د پنجشیر سیند اوبه کابل ته ولېږدول شي.
خو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغې پروژې بودیجه لا رسما نه ده تصویب شوې او د بهرنیو پانګوالو راماتولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د دغې پروژې ترڅنګ، د شاتوت اوبو بند جوړونې پروژه هم د لاس پر سر ده چې ورباندې نژدې ۲۸۶ میلیون ډالر لګښت راځي. د اوبو دا بند کولای شي د کابل د اړتیا وړ اوبو یوه برخه برابره کړي.
د هغه مالوماتو بر بنسټ چې د مرسي کور په ګډون نړیوالو ادارو خپاره کړي، دا پلان په دریو پړاونو کې پلي کېږي او موخه دا ده چې لږ تر لږه د کابل ۲میلیون اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې اوسمهال په بشپړه توګه پر ژورو څاه ګانو او وچېدونکو اوبیزو سرچینو تکیه دي.
افغانستان کې د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن بي بي سي سره خبرو کې وویل، هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د خطرناکو کړکېچونو یوه ګډوله ده. په کور دننه د حکومتوالۍ د نظام پرځېدنه، د اوبیزو پروژو په مدیریت کې د سیمه ییزې همغږۍ نشتون او د افغانستان پرمختیا لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پاموړ کمښت.
هغې زیاته کړه، “د ډېرو کړکېچونو په څېر، د ټولنې بې وزله او زیانمنونکي وګړي تر ټولو ډېر فشار ګالي. اړتیا ده سملاسي او همغږی اقدام وشي.”
د یادونې وړده چې د نړۍ په کچه اقلیمي بدلون په بېلابېلو هیوادونو کې د وچکالۍ ستونزې رامنځته کړي خو ترټولو ژور اغېز یې په افغانستان دی خو د نړېوالو په باور که سملاسي اقدام ونشي، کابل ښايي نور د ژوندانه وړ ښار نه وي او په یوې بې اوبه، بې سېکه او غلې پلازمېنه بدله شي.
جواب دهید