جرمني او د اروپايي اتحادیې څو نورو هیوادونو د مهاجرت خلاف د کلکو اقداماتو ملاتړ وکړ

جرمني او د اروپايي اتحادیې متحدان د پناه غوښتنې خلاف د سختو اقداماتو ملاتړ کوي، چې پکې افغانستان او سوریې ته د کډوالو په زوره استول هم شامل دي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیګزاندر دوبریندت او د پنځو اروپايي هېوادونو وزیرانو د جمعې په ورځ هوکړه وکړه چې د پناه غوښتنې سخت اقدامات پلي کړي، چې پکې افغانستان او سوریې ته په زوره د کډوالو د ایستلو د بهیر بیا پيلول هم شامل دي. دغو وزیرانو د جرمني په لوړه څوکه، زوګ‌شپیتسه غر کې غونډه وکړه. وزیرانو د درېیمو هېوادونو له لارې د پناه غوښتنې پروسس، او د پولې د لا سخت کنټرول پلانونه تایید کړل، څو ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي او په اتحادیه کې د ټولنیزو شخړو مخنیوی وشي.

دا هوکړې وروسته له هغه وشوه چې برلین د مې په میاشت کې پرېکړه وکړه چې په پولو کې د پناه غوښتونکو د ردولو پالیسي عملي کوي. دا پرېکړه له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي شوې وبلل شوه، خو سخت انتقادونه یې وپارول.

دغه اقدامات له هغې پرېکړې نژدې لس کاله وروسته کېږي چې پر اساس یې پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د جرمني پولې نژدې یو میلیون کډوالو ته خلاصې کړې. د اغلې میرکل دا پرېکړه تاریخي وبلل شوه چې د اروپايي سیاست بڼه یې بدله کړه.

د دوبریندټ ترڅنګ، د فرانسې، پولنډ، اتریش، چک جمهوریت، او ډنمارک د کورنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادیې کمېشنر مګنوس برونر برخه اخیستې وه. دوی د پناه غوښتنې پر هغو تګلارو توافق وکړ چې باید د بروکسل له خوا تایید شي.

د دوی د پرېکړې پر اساس دا پالیسۍ تصویب شوې:

  • له اروپايي اتحادیې څخه بهر د رد شوو پناه غوښتونکو د انتقال قانوني خنډونه لیرې کول
  • په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې پروسې پیل
  • د کورنۍ د یوځای کېدو او د بیا مېشتېدو د پروګرامونه ځنډول

د جرمني نوی حکومت د کډوالۍ محدودولو لپاره لا له وړاندې ځینې سخت اقدامات پلي کړي، څو هغه رایه ورکوونکي بېرته جلب کړي چې افراطي ښي اړخي ګوند «آلټرناتیف فار ډیوشلند» (AfD) ته لېوال شوي دي. دغه ګوند د فبرورۍ په انتخاباتو کې تاریخي پرمختګ وکړ. د جمعې په ورځ، جرمني ۸۱ افغان نارینه بیرته افغانستان ته واستول.

دوبریندټ وویل:“موږ ټول اندېښمن یوو چې زموږ هېوادونه د ناقانونه کډوالو له فشار سره مخامخ دي.»

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو بېرته استول باید بېرته د عادي پالیسي برخه وګرځي، او د هغو هېوادونو اتباع چې له شړلو سره همکاري نه کوي باید د ویزې له محدودیتونو سره مخامخ شي. همداراز، تجارت او پراختیایي مرستې به د فشار وسیلې وي، څو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی شي او د مهاجرت همکاري پیاوړې شي. سند زیاتوي چې باید د سرحدونو د ساتنې لپاره بې‌پېلوټه الوتکې زیاتې وکارول شي، او اروپايي بودجه د سرحدي زېربناوو او پرسونل لپاره ډېره شي.

هېوادونو د انساني‌قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې او د قاچاق د شبکو د له‌منځه وړلو ژمنه هم وکړه.

د هغو پناه غوښتونکو دوسیې چې مخکې یې په کوم بل اروپايي هېواد کې خوندي‌ حیثیت ترلاسه کړی وي، که یې بیا په بل غړي‌ هېواد کې پناه وغوښته، ژر به رد شي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر، توماش سیمونییک وویل:

“کله چې موږ د اروپايي اتحادیې بهرنۍ پوله ټینګه کړو، د داخلي سرحدونو کنټرول ته به اړتیا نه وي.”
هغه زیاته کړه چې پولنډ چمتو دی د خپل سرحد کنټرول لیرې کړي، که جرمني هم همداسې وکړي.

که څه هم د ځینو کډوالو له لوري جرمونه د دې سبب شوي چې په اروپايي ټولنو کې خلک د کډوالو مخالف شي، د خلکو له دې لېوالتیا څخه ځینې ګوندونه د رایو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي خو عملاً اکثره اروپايي هیوادونه کډوال د دې لپاره مني چې ارزانه کارګرو ته اړتیا لري.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *