اسرائیلي اشغالګر وایي په سوریه کې د دروزیانو ملاتړ ته دوام ورکړي

د سوریې د اسلامي دولت او د دغه هېواد د دروزي ټولنې ترمنځ له نښتو وروسته، اوس دې کوچني خو با‌نفوذه لږکي ته د نړیوالو پام اوښتی دی. دروزیان په خټه عرب دي چې د یوه جلا مذهب  پیروان دي. د دوی مذهب له اسلام څخه سرچینه اخلي. دا مذهب، چې په یوولسمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شوی، د اسلام ترڅنګ له نورو فلسفي دینونو لکه یوناني، افلاطوني، زردشتي، او هندي عقایدو الهام اخیستی دی. دوی په توحید، تناسخ او د حقیقت په لټه ټینګار کوي. که څه هم ځینې سختدریځي سنيان دروزیان “کافر” ګڼي، د سوریې اسلامي ولسمشر احمد الشرع ویلي، دوی د سوریې د ټولنې برخه ګڼي او د هغوی له حقونو به دفاع وکړي.

دروزیان د لبنان، اردن، اسراییل، سوریې او د جولان په لوړو کې ژوند کوي، چې دې پراخې جغرافیایي سیمې دوی ته په منځني ختیځ کې ځانګړی سیاسي اهمیت ورکړی دی. په سوریه کې دروزیان ډېری د هېواد په جنوب‌لوېدیځ کې، په سوېدا ولایت کې مېشت دي چې له اردن سره پوله لري، او همداراز په قنیطره ولایت کې چې جولان ته نژدې دی. یو شمېر یې د دمشق په شاوخوا سیمو کې دي.

په اسراییل کې بیا شاوخوا ۱۵۰ زره دروزیان ژوند کوي، چې د فلسطیني عربانو خلاف، د اسراییل په پوځ او پولیسو کې هم شامل دي. ځینې یې حتی لوړو پوځي رتبو ته رسیدلي، او د غزې په جګړو کې هم برخه اخلي. دا حالت د دې سبب شوی چې د اسراییل مشران دوی ته پاملرنه وکړي.خو شاوخوا ۲۰ زره دروزیان چې د جولان په اشغالي سیمو کې اوسي، لا هم ځانونه سوریان ګڼي او د سوریې له دروزیانو سره کلکې اړیکي لري. دروزیان که څه هم لږکي دي، خو په خپلو هېوادونو کې د پام وړ سیاسي نفوذ لري. د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال، دروزیانو د حکومت پر ‌ضد په مظاهرو کې برخه لرله، خو د سنیانو په څېر سخت ونه ځپل شول.

اوس مهال د دروزیانو یو شمېر مشران غواړي له مرکزي حکومت سره ښې اړیکې وساتي، خو نور، لکه شیخ حکمت الهاجري د دولتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت غوښتنه کوي، او له بهرنیو هېوادونو لکه اسراییل څخه مرسته غواړي. دا یوه لانجمنه مسئله ده چې ټول دروزي مشران یې نه‌مني. د یادونې وړده کله چې بشار اسد واکمن و، اسراییل د ایران د نفوذ د کمولو لپاره پر سوریې بمبارۍ کولې. اوس چې نوی اسلامي حکومت رامنځته شوی، اسراییل دا یو “جهادي تهدید” ګڼي او ویلي یې دي چې اجازه نه ‌ورکوي د حکومت پوځیان د سوریې په جنوب کې پراخ حضور ولري. د همدې اوونۍ په ترڅ کې اسراییل اعلان وکړ چې د دروزیانو د ساتنې لپاره یې د سوریې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي. خو د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، د اسراییل له بریدونو وروسته، په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: “د دروزیانو خوندیتوب او د هغوی حقوق زموږ لومړیتوب دی.” هغه زیاته کړه  “موږ هېڅکله اجازه نه ‌ورکوو چې تاسې د بهرنیو لاسوهنو ښکار شئ.” الشرع، اسراییل تورن کړ چې له بشار اسد وروسته، د سوریې د بې‌ثباتۍ، ویش او د خلکو ترمنځ د تفرقې هڅه کوي.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *