د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نامتو او حماسي شاعر، مطیع الله تراب په مړینه خواشیني ښودلې.
کرزي د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او څرګنده کړې یې ده چې هغه د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې په ډاګه کړې، چې د مطیع الله تراب مړینې متاثره کړي دي.
مطیع الله تراب په خوست کې د زړه ناڅاپي حملې له امله ومړ.
د ښاغلي تراب جنازه په ننګرهار ولایت کې ادا او په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو راشدخان، محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او نورو هم د تراب صاحب پر مړینې خواشینې ښودلې او هغه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.
جواب دهید