افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې

ازبکستان، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې چې د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره به د درې‌اړخیز ټرانسپورتي دهلېز له لارې همکاري زیاتوي، څو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګري او ترانسپورت نور هم پراخ شي.

د دغو دریو هېوادونو د ترانسپورت چارواکي د یوې مجازي غونډې (ویډیوکنفرانس) له لارې سره راټول شول، څو د ازبکستان–افغانستان–پاکستان ترانسپورت دهلېز یا ترانس افغان د پرمختګ لپاره د ګډې کاري طرحې مسوده وارزوي او وروستۍ کړي.

دا غونډه د ازبکستان د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې باید د دغه هېواد د ترانسپورت او لوژستیک سیستمونو پراختیا ته دوام ورکړل شي.

د «ترند» خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې خبرې پر هغو عملي ګامونو متمرکزې وې چې د باروړونکو توکو د تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګرۍ د خنډونو د له منځه وړلو، او د سرحدي لوژستیک بهیر د ساده کولو لپاره اخیستل کېږي.

درې خواوو موافقه وکړه چې د ګډې طرحې وروستۍ نسخه دې بشپړه شي او لازمې کورنۍ پروسې دې پیل شي، څو لاسلیک ته چمتو شي.

دا نوښت د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دغه هڅه د هغې پخوانۍ درې اړخیزې هوکړې بشپړونه هم ده چې د ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور د رېللارې د پروژې لپاره د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وه.

د دې رېللارې دهلېز اټکل شوی لګښت شاوخوا ۵ میلیارد ډالره دی او تمه ده چې په کال کې تر ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي. د بشپړېدو په صورت کې به دا دهلېز اروپا، روسیه، منځنۍ آسیا، افغانستان، پاکستان، هند او جنوب ختیځه آسیا سره پر یوه مهمه ځمکنۍ سوداګریز لاره ونښلوي.

د درې هېوادونو چارواکي دغه دهلېز یوه بنیادي او تغییر راوړونکې زیربنایي پروژه ګڼي، چې نه یوازې د سیمې ترمنځ سوداګري به زیاته کړي، بلکې د جیوپولیتیکي اړیکو او اقتصادي یووالي لپاره به هم مهم فرصتونه رامنځته کړي، په تېره بیا په داسې یوه سیمه کې چې تر دې وړاندې لږ نښلول شوې وه.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *