په غزه کې د بمبارۍ له کبله د اوبو ترلاسه کولو په تمه ولاړ ماشومان وژل شوي

د غزې مرکزي برخه کې مرستندویان وايي، د شپږ ماشومانو په ګډون هغه لس کسان د اسرائیلي اشغالګرو  په بمبارۍ کې وژل شوي، چې د اوبو بوشکو ډکولو ته ولاړ وو.

د االنصره په العوده روغتون کې چې د وژل شویو کسانو مړي وروړل شوي، یو ډاکتر وايي، دوی ته د پېښې له ځایه د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۶ ټپیان هم وروړل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، یوه ډرون د خلکو پر هغه کتار د توغندي ګوزار وکړ، چې په النصره کډوالو کمپ کې د اوبو یوه ټانکر ته له تشو بوشکو سره د اوبو موندلو په تمه ولاړ وو. له اسرائیلي پوځ سره د پېښې په هکله د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیول شوې.

د سیمې خلکو له پېښې سملاسي وروسته په شخصي موټرو او خرګاډو کې ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې هوايي او توغندیز بریدونه زیات کړي دي.

د غزې ملکي دفاع ادارې یوه ویاند په خبره پر یکشنبه د مرکزي غزې او غزې ښار پر بېلابېلو استوګنې ودانیو د هوايي بریدونو له کبله ۱۹ نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.

له بل لوري د غزې په جنوب کې د ناصر روغتون وايي د مرستو د وېش په يوه سیمه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې فلسطيني وګړو رسنیو ته  ويلي د شنبې په ورځ په داسې حال کې اسرائيلي ځواکونو پرې ډزې کړې چې خلکو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

اسرائیلي اشغالګرو  پېښه رد کړې او وايي، د دوی له خوا په ډزو کې هېڅ کس نه دی لګېدلی.

خو جلا يوه اسرائیلي پوځي چارواکي ويلي، د هغو خلکو د خورولو لپاره ډزې شوې چې د اسرائيلو دفاعي ځواکونو “ګواښ” بللی و.

د دواړو خواو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې. اسرائيل د بي بي سي په ګډون نړيوالو خبري رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته سفر وکړي.

خو وروسته شنبې ناوخته بي بي سي داسې ويډيوګانې ليدلې چې په پلاستيکي کڅوړو کې مړي په کې ښکاري، نرسان او يو شمېر کسان چې جامې يې په وينو لړلې ورته ولاړ ليدل کېږي.

په بله ويډيو کې يو کس وايي، خلک د مرستې لپاره ولاړ و چې پنځه دقيقې پرې مخامخ ډزې وشوې. يوه روغتياپال اسرائیلي پوځيان تورن کړل چې خلک يې په “بې رحمۍ” وژلي دي.

رويټرز خبري اژانس ويلي، دوی له هغو شاهدانو سره خبرې کړې چې وايي، خلک په سر او سينو ويشتل شوي. دغه اژانس همدا راز ويلي چې په ناصر روغتون کې يې په سپينو کفنونو کې نغښتي جسدونه ليدلي دي.

نژدې هره ورځ د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي امنيتي ځواکونو له خوا خلکو د وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

اسرائيلو د روان کال په مارچ کې پر غزه بشپړ بنديز ولګاوه او د دو مياشتو اوربند له ماتولو وروسته يې پر حماس پوځي عمليات پيل کړل. اسرائيلو ويل غواړي پر ياده ډله فشار واچوي چې اسرائيلي يرغمل خوشی کړي.

که څه هم غزې ته د خوراکي توکو پر لېږد بنديز يو څه نرم شوی خو لا هم د خوراکي توکو، درملو او سون توکو سخت کمښت موجود دی.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) وايي په غزه کې زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او هر ورځ نوې پېښې رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو او امریکا د غزې د بشري مرستو د بنسټ په نامه د مرستو د وېش نوی سيستم جوړکړی چې په وينا يې غواړي له دې لارې حماس ته د مرستو د رسېدو مخه ونيسي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تېره جمعه ويلي، تراوسه د مرستو ترلاسه کولو اړوند يې د ۷۹۸ تنو وژل کېدل ثبت کړي چې له دې ډلې ۶۱۵ تنه يې د مرستو د وېش مرکزونو ته څېرمه وژل شوي. دا مرکزونه چې د جنوبي او مرکزي غزې په پوځي سیمو کې دي د امریکا شخصي امنيتي کمپنيو له خوا ساتل کېږي.

نور ۱۸۳ تنه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو له کاروانونو سره نژدې وژل شوي دي.

اسرائیلي اشغالګرو منلې چې ځينې داسې پېښې شوې چې ولسي وګړو ته په کې زيان رسېدلی او وايي هڅه کوي د خلکو او ځواکونو تر منځ “کېدونکی تاوتريخوالي” تر ډېرې کچې کم کړي.

د غزې د بشري مرستو بنسټ تور لګوي چې ملګري ملتونه د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت له لوري وړاندې شوې “ناسمې شمېرې” کاروي.

د روانې مياشتې په پيل کې د غزې د بشري مرستو بنسټ يوه پخواني امنيتي قرارداي وويل، څو ځله يې ليدلي چې همکارانو يې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې چې هېڅ ډول ګواښ يې نه پېښاوه. د غزې بشري مرستو بنسټ دا ادعاوې ټولې په ناسمې بللې دي.

اسرائیلي اشغالګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره عمليات پیل کړل. د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷۸۲۳ تنه وژل شوي دي.

د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوې ده. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *