د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا ۳ ملیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شي.
افغانستان لپاره د دې ادارې استازي، عرفات جمال، په یوه انلاین خبري ناسته کې وویل، چې تر دې مهاله له ۱.۶ ملیونو ډېر افغان کډوال، چې ډېری یې له ایرانه راغلي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغه بهیر د مدیریت لپاره د اوبو، روغتیا، تغذیې او واکسیناسیون بېړني خدمات پیل شوي.
له دې سره سم د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چې د اسلام کلا بندر ته تللی له خصوصي سکټور او ولسي خلکو غوښتي، چې کډوالو ته د خوړو او اوبو برابرولو سربېره ولایتونو ته د هغوی لېږد برخه کې لازیاته ونډه واخلي.
ملګري ملتونه داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال د بشرپاله ویزو له لارې له پاکستان څخه ایټالیا ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا ۱۱۹ کسیزه ډله د جون میاشتې په ۱۰مه نېټه د روم فیومیسینو هوایي ډګر ته رسېدلې ده.
دا لېږد د «بشرپاله دهلېزونو» په نوم د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د ایټالیا د حکومت او یو شمېر غیردولتي بنسټونو په همکارۍ ترسره شوی دی.
جواب دهید